کور / راپور / ملګري ملتونه: د انتخاباتو د کمېسون د دفترونو تړل به ټاکني د ځنډ سره مخ کړي

ملګري ملتونه: د انتخاباتو د کمېسون د دفترونو تړل به ټاکني د ځنډ سره مخ کړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو وايي، چي د ټاکنو د کمېسون د دفترونو تړل کېدای سي ټاکني د خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

نوموړي چي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ځانګړي ناستي ته خبري کولې وويل، چي  د ځينو سياسي ګوندونو وروستي اعتراضونه او د ټاکنو د کمېسون د دفترونو تړل په ټاکنو کي د ستونزو د هوارولو لار نه ده او بايد ياد ګوندونه د خبرو له لاري خپلي ستونزي شريکي کړي.

ياماماتو پر داسي مهال دا څرګندوني کړي دي چي په دې وروستيوکي د لوی ملي ايتلاف ترنامه لاندي ځينو ګوندونو  په بلخ، کندهار او هرات ولايتونو  کي د انتخاباتو د مستقل کمېسون ځيني دفترونه وتړل. د يادو ګوندونو غوښتنه داده چي حکومت دي په راتلونکو پارلماني انتخاباتو کي د شفافيت ډاډ ورکړي.

خو دولت او د ټاکنو کمېسون وايي، چي ياد ګوندونه دي خپلي غوښتني د خبرو له لاري حل وفصل کړي.

تېره ورځ د کورنيو چارو وزارت ګواښ وکړ چي د هغه کسانو پر ضد به له ځواک څخه کار واخلي چي د انتخاباتو د کمېسون دفترونه تړي . د وزارت په وينا، هيچا ته به اجازه ورنه کړي چي د ملي پروسې په وړاندي خنډ ايجاد کړي.

خو تر دا مهاله يواځي په هرات ولايت کي د کمېسون دفتر بېرته پرانستل سوی دی، خو په بلخ او کندهار ولايتونو کي لا تراوسه دا دفترونه تړلي دي.

بل خوا په جلال اباد کي هم ځيني معترضين غواړي چي د انتخاباتو د کمېسون دفتر وتړي، خو پر وړاندي ئې پوليس درېدلي او ددوی ددې کار مخه ئې نيولې ده.

د ننګرهار والي وايي، هيڅوک حق نه لري چي د انتخاباتو د کمېسون دفترونه وتړي او هرچا چي ددې کار هڅه وکړه پر وړاندي به ئې قانوني چلند وسي.

د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ياماماتو وايي، که ټول سیاسي مشران د سوله ییزو خبرو له لارې یوې هوکړي ته ونه رسېږي نو دوی اندېښمن دي چي راتلونکې ټاکنې به پر وخت ترسره نه سي.

نوموړي د افغانستان پر امنيتي وضعيت هم وږغېده او ويې ويل، اوسنی امنيتي حالت يوه بله ننګونه ده چي د ټاکنو پر وړاندي پرته ده.

د ياماماتو په خبره، د اکتوبر مياشتي پر ۲۰ نېټه به  افغانان د ټاکنو لپاره خپله رايه وکاروي او دوی به د سولي په درشل کي يو نوی باب پرانيزي.

تمه ده د نومبر پر ۲۸ نېټه به په جينوا کي د افغان وزيران او ملګري ملتونه د ټاکنو او امنيتي حالاتو اړوند يوه غونډه هم وکړي، ترڅو خپلي ګډي هڅي له سره وارزوي.