کور / راپور / نوزا شريف له دريو ورځو خوشي کېدلو ورورسته بېرته زندان ته لېږدول سوی دی

نوزا شريف له دريو ورځو خوشي کېدلو ورورسته بېرته زندان ته لېږدول سوی دی

وروسته له هغه چي د نواز شريف مېرمن کلثوم نواز د جنازې او فاتحې مراسم پای ته ورسېدل نوازشريف، د هغه لور مريم نواز او د مريم نواز خاوند محمد صفدر بېرته اډيال زندان ته لېږدول سوي دي.

دوی درې واړو ته د کلثوم نواز د جنازې او فاتحې په مراسمو کي د ګډون لپاره درې ورځي اجازه ورکول سوې وه او له زندان څخه بهر وه. خو پرون ماښام ئې د خوشي کېدو موده پای ته ورسېده او په الوتکه کي پېنډۍ ته او وروسته زندان ته ولېږدول سول.

کلثوم نواز چي له يوه کال راهيستي د سرطان له ناروغۍ څخه کړېدل تېره سې شنبه د لندن په يوه روغتون کي ساه ورکړه.

پر نواز شريف تور دی چی له هيواد بهر ناقانونه ملکيتونه لري او د درغليو په تور نوموړی په لس کاله، لور ئې په اووه کاله او زوم ئې په يوه کال بند محکوم سوي دي.