کور / سپورټي / اسيا کپ: هند او پاکستان نن يوبل ته مخامخ کېږي

اسيا کپ: هند او پاکستان نن يوبل ته مخامخ کېږي

د آسيا جام کرکيت جام سياليو کي نن هند او پاکستان يوبل ته مخامخ کېږي.

د روانو سياليو په دې لړ کي به نن د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کي دوه ستر سيالي لوبډلي يو له بله سيالي سره کوي.

د هند او پاکستان دا سيالي چي په زرګونو کسان ئې له نږدې ګوري يوه له مهمو سياليو څخه ده. او په دې هکله نن د پاکستان او هند په ټولنيزو رسنيو کي تاوده بحثونه روان دي.

ويل کېږي ددې لوبي د نندارې لپاره  ټول ټکټونه خرڅ سوي دي.

هند او پاکستان په وروستي ځل په ۲۰۱۷ کال کي سره مخامخ سوې وه چي هغه لوبه پاکستان له هند څخه وګټل.

نن د اسيا جام د کرکيټ سياليو پنځمه لوبه ده. چي د افغانستان پر وخت د مازيګر پر ۴:۳۰ بجې پيلېږي.

هند او پاکستان دواړو د خپلو لوبډلو ستاينه کړې ده او ويلي ئې دي چي لوبه به ددوی په ګټه تمامېږي.

خو لا تراوسه دا اټکل کول ګران دي چي په دې سيالي کي به د کومي لوبډلي بخت  وځلېږي.