کور / راپور / اجرائيه رئيس: د ټاکنو په ورځ به بايميټرک سيسټم وکارول سي.

اجرائيه رئيس: د ټاکنو په ورځ به بايميټرک سيسټم وکارول سي.

د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله وايي، چي د ولسي جرګې د راروانو ټاکنو په ورځ به رايه ورکونکي بايميټرک سيسټم کي ثبتېږي.

ډاکټر عبدالله دا څرګندوني پرون د جمعې په ورځ د برهان الدين رباني د وژني د اووم تلين په ياد غونډه کي چي د لويي جرګې په خېمه کي جوړه سوې وه وکړې.

 ښاغلي عبدالله وويل، چي په دې سره به د سياسي ګوندونو اندېښني له منځه ولاړي سي.

 له ډېري مودې راهيستي د افغانستان يو شمېر سياسي ګوندونو د راتلونکو پارلماني انتخاباتو پر شفافيت شک څرګند کړی وو او د نورو غوښتنو ترڅنګ ئې په بايميټرک سيسټم کي د رايه ورکونکو د ثبتولو غوښتنه هم کول.

اجرائيه رئيس عبدالله وويل: ” له نیکه مرغه ویلای سم،  کومه پریکړه چي د ټاکنو کمېسون به ئې اعلان کړي، د بایومټریک رایې ورکووني په اړه ده، چي د ټاکنو پر ورځ د بایومټریک څخه په ګټه اخیستني سره به د خلګو او سياسي ګوندونو اندیښنې رفع سي”.

د لوی ملي ايتلاف په نامه د ګوندونو يوې اتحاديې د خپلو غوښتنو د نه منلو په صورت کي ګواښ کړی دی چي په ځينو ولايتونو کي به ټاکني نه کوي.

په همدې تړاو ئې په بلخ، کندهار، هرات او ننګرهار کي د انتخاباتو د کمېسون دفترونه وتړل. خو د حکومتي ځواکونو له لوري په هرات او ننګرهار کي دا دفترونه بېرته پرانستل سوه، مګر په بلخ او کندهار کي لا تراوسه دا دفترونه تړلي پاتي دي.

د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی دی، چي د هغه کسانو پر وړاندي به له زور او ځواک څخه کار واخلي چي د انتخاباتو پر وړاندي خنډونه جوړوي.

د بهرنيو چارو وزير برهان الدين رباني هم په ياده غونډه کي وويل،که د راتلونکو ټاکنو د شفافيت ډاډ ورنه کړل سي، د اوسني نظام مشروعيت به ترپوښتني لاندي راسي.