کور / طنز / چونګ چونګ د فتح خان

چونګ چونګ د فتح خان


د نړۍ د فيلوسفانو لومړۍ کنګره په ۱۹۹۸ کال کښې د ماګانا په تاريخي ښار کې جوړه شوه چې له ۱۴۵ هيوادونه ۱۹۵ تنو فيلوسفانو په کې ګډون کړي وو.


لومړی ځل وو چې داسې يوه ارزښتمنه غونډه  جوړ ېده چې هلته د پوهې خبري کېدې د دې کنګرې بهير د سپوږمکۍ له خوا خپريده خو خلک د کريکټ د لوبې پر کتلو بوخت ول چې پر همدغه ورځ  پيل کېده . په پرانېستوني (افتتاحه) غوندې کې د ماګاتا د شار د خاورو خځلو ( تنظيفاتو) رييس چې فيلوسفانه څيره يې درلوده د لوړو چارواکوپه استازيتوب داسي  وويل:


ډيرو پوهو او د چينې د اوبو په څير پاکو فيلوسفانو! زموږ د ښه آب و هوا ښار ته ښه راغلاست. زه د چارواکو په استازي چې ټول د کريکټ لوبې ته تللي او زه يې چې د کريکټ سخت ليوال يم جبراً ستاسو چوپړ ته را ليږلۍ يم نو دا غونډه رسماً پيل وم.


د خاورو خځلو رييس د لږ چورت وروسته داسي اوږده کړه:


که څه هم موږ هم فيلوسفان يو او ډير ښه د عقل کارونه مو کړي دي لکه د کاناليزسيون او څښاک اوبوتر مځکې لاندي کانالونه سره ګد شوي دي موږ له عقله کار واخېست او خلک مو په دې اوبو چې له ويتامينو ډکي دي روږدي ( اموخته) کړي دي . فيلوسفانوژر د اوبو ګېلاسونه له مخي ليري کړل


بيايې له لږ چورت وروسته سره وګراوه او داسي يې  پسې وغځوله:


د ښار د خځلو ټولول ډير سخت او ګران کار دی  خو اوس مو د عقل نه کار اخيستۍ دۍ.پريږدو چې هغه وچ شي بيا باد هغه په ناپايه تشيال( لايتناهي فضا) کښې ورکوي ( دبریالیتوب يوه خندا يې وکړه )


فيلوسفانوژر ماسکونه راويستله او خپلي پز ې يې وتړلې..


بيا يې لږ چورت وواهه او سر يې وګراوه او زياته يې کړه موږ د عقل نه کار اخېستۍ دۍ د پکوالي درمل مو  پيدا کړی:


فيلوسفانوژرقلمونه او کتابچې راويستلې.


. دي خولۍ ته ګورئ! د خولۍ په سر کولوسره هيڅ څوک  نه پوهيږي چې څوک پک او څوک نه دی او بيايې يوه سوبمنه خندا وکړه


فيلوسفانوژرقلمونه او کتابچې له مخي ليری کړل


دی لا په همدي چورت کې وو او سر يې لا نه وو ګرولۍچې د فيلوسفانو د پر له پسې چکچکو په زور يې د خطابې له ميزه ليري کړ. يو فيلسوف جګ شو او د اعتراض په ټوګه يې وويل:


کوربه هيواد دا حق نه لري زموږ وخت په اوتو بوتو ضايع کړي نورو هم دا وړانديز  ورسره تاييد کړی.


  د پرانيستوني وينا وروسته د کنګرې اصلي موضوع د فيلوسفانو د د کار پايله( نتجه) وه چې هريوه ديرش-پنځوس کاله زيار ګاللی ملي او نړيوالي پېښې يې څيرلي او سپړلي او د عقل خبرې يې را بر سيره کړي دي نړيوالو ته د دي خبرو ډاګيزول او رسول  پيل کړل.


لومړی د امريکا لوی فيلسوف مستر جان  مان براون بلک وايت داسي خپله د عقل خبره  وکړه :


خپل راز پټ  ساته  چا ته يې مه وايه !


موږ د عقل خبره را برسيره ( کشف) کړی  اوعملي  کړي ده موږ هر ډول درسته( سلاح) جوړه کړې ده. خو چا ته نه وايو. خو نور هيوادونه که د يوې ګولۍ( مرمۍ) انځور هم وباسي بيا نو احساساتي شي او اعلان وکړي ! موږ پيدا کړه!


او هغه دی چې د ملګرو مليتو د امنيت شورا استازي هغه هيواد د ستوني نيسي او انځو ر يې  ور څيري کوي.


د امريکا د فيلسوف خبره په چکچکو   سره تاييد شوه، تر چکچکو و روسته ږغونه اويوه همهمه پورته  شوه.  د غونډې مشر وپوښتل :


څوک څه ويل غواړي ؟


يو فيلسوف وړانديز وکړ چې ښاغلي فيلسوفان  بايد  يوازي خپله د عقل خبره وکړي سرباري څرګندونو ته اړتيا نشته ځکه دلته ټول فيلسوفان دي په موخه(مقصد) پوهيږي نورو هم دا وړانديز تاييد کړ.


بيا د روس فيلسوف پروفيسر يوري ګوري يوف پوف د تربيون شا ته راغی او خپل د عقل خبره يې چې د ديرشو کلنو ازموښتنو په پايله کې يې را برسيره کړی وه داسي څرګنده کړه:


يا خپله زمری شه کنه يا د بل د درګا سپی شه کنه!


د پوف د عقل خبره په پر له پسې چکچکو تاييد شوه.


او وا وا بيا ووايه ږغونه پورته کيده


نو پوف بيرته دا د عقل خبره را غبرګه کړه:


خپله زمری شه کنه يا د بل د درګا سپی شه کنه!


په دويمه ورځ لومړی د جاپان فيلسوف پروفيسر پان چوانګ چان چين چونګ خپل د عقل خبره داسي څرګنده کړه :


و چا ته په هغه سترګو ګوره چې دی نه چې وو!


موږ اوس هغه پخوانی…


په پر پسې چکچکو يې په سر باري څرګندونو څخه يې لاس پر سرکړ او ټولو دا د عقل خبره په يو  ږغ را غبرګه کړه :


و هرچا ته په هغه سترګو ګوره چې دی نه چې وو.


وروسته د جرمني پروفيسر هال بال شميت کورت د تربيون شا ته ودريد او تر يو لنډ ټوخي وروسته يې خپل د عقل خبره داسي څرګنده کړه :


هر کار چې کوې مزد يې لومړی جوت کړه!


په واه واه سره دا د عقل خبره تاييد شوه


د فيلوسفانو مخي ته ځانګړي غوزۍ ( مخصوصي ګوشکۍ) چې د هر وينا وال خبرې يې په هم مهاله په ۱۵۴ ژوبو ژباړلې . خوڅنګه چې ټول سره پوهيدل د غوږويو نه دومره کار نه اخيستل کيده.


د نورو هيوادو فيلوسفانو هم په خپل وار سره د عقل خبرې وکړې چې دومره په زړه پوري نه وې. چې همدا د افغانستان د فيلسوف وار راورسېد هغه د خپل نوم په اوږدولو بوخت وو چې نور فيلوسفان ګومان ونه کړي چې دی فيلسوف نه دی


نو الحاج پروفيسر پوهاند ډاکټر ماستر جان ګل جان خان قربان صاحب  اخوند بيکار د پنځوس کلنو را بر سيره ( کشف) کړې خبره داسې د نړيوالو غوږوته ورسوله:


که غواړې چې هوسا شې اې افغانه! کور پسې ايله که . وطن پسې ايله که ،خپلوان پسې ايله که ، د کور سامان پسې ايله که، چې څه لرې هغه ټول شيان پسې ايله که، چونګ چونګ د فتح خان ( دا ټوله يې په يوه سا داسې وويل چې سترګې يې رډي راوتلي وې).


د چکچکو داسې پر له پسې شړپ شو تا به ويل چې سواره نظام پوځيان را روان   دي او ټول فيلوسفان ودريدل او خپلي خولۍ يې پورته پورته غورځولې:


واه واه بيايې ووايه!


که غواړي …


بيا ټول فيلوسفان نيغ ودريدل او لکه کورس تکراروله يې


که غواړي …


د جاپان ،چين او کوريا  فيلوسفان  د چونګ چونګ په اوريدو په نڅاه شول او خپلي ملي نڅاه ګانې يې پيل کړې


دا د عقل خبره دټولو له خوا تاييد او تر ټولو غوره د عقل خبره وګڼل شوه او جايزه يې و ګټله .


په جايزه کې پروفيسر بيکار ته د امريکا ويزه او د الوتکې ټکټ ورکول شو


پروفيسر بيکارچې د اجنت له شره خلاص شوی وو په داسې حال کې چې د سترګو يې د خوشالۍ اوښکې توييدې ويزه او ټکټ مچ کړه او بېله دې چې  د غونډې تر پايه پاته شي خپل لاسي بکس يې واخېست او د لاسو په ښورولو په منډه د بای بای په ويلو له تالاره ووت او سيده هوايي ډګر ته ولاړ.


اندونيزيا۱۹۹۶