کور / طنز / پام چونګښه مه يادوه!

پام چونګښه مه يادوه!

 



سرور د خانو د ميرمني پوښتنې ته ورغی چې دا ډير مهال  ناروغه وه او د خبرو په ترڅ کې يې   خانو ته ورته وويل:


ياره خانو! اجملي دا دوې مياشتي مخکې ښار ته تللی وو هلته ښه ډانکټر جوړ شوی راغی ، وايي د کوم ډانکټري کورس يې ويلي دی، لروين(دوربين) پر غاړه ، غټه توره بسته په لاس کې غټوويني سترګې يې ( غټي کټه بيني) پر سترګو،نازک سپين کفن يې اغوستی او عجب لاس يې دي په يوه  اوونۍ کې ناروغ هاخوا يا دېخوا کوي .


ما خپله خواښې وروستله، هغې ته يې داسې درمل و رکړه او ورته يې پر هيز هم  ورکړ چې د درمل خوړولوپه وخت کې پام چې چونګښه په ياد نه کړي  هغې هم لکه چې چونګښه په ياد کړې  وه او هاخوا يې کړه .


دا داوس په پکو ډانکټرانو چه جوړه نه ده  که ښه وی خپل پک سرونه دي جوړ کړي !


خانو چې په چورت کې تللی وو او له ځانه سره يې تکراروله :په يوه اوونۍ کې دي خوا يا هغه خوا


سرور و رته وويل:


څه درواغ خو نه درته وايم ويې ازمايه اوبيا يې د راز په ټوګه ترې وپوشتل:


-رښتيا د کاله شاوخوا مو چونګښې شته؟


خانو په خوشالۍ ورته وويل :


هو ډيري دي !


سرور په ټينګار ورته وويل:


که زما مني ژر يې وروله!!