افغان ادبي ټولنه اوونيزه غونډه و كړه

اسدالله زړه سواند | جولای 23rd, 2008


پيښور


 افغان ادبى ټولنه خپله اوونيزه غونډه دپيښور بورډ زيارت په تمځاې كښې داورګاډى دپاټلۍ ترڅنك دپى سى ايس كالج كښې دښاغلى محمد امين شينوارى په رياست كښې وكړه دويندوې چارې دټولنې مشر اسلام ګل شيرزار پرمخ وړلې دتيرې غونډې ګزارش فضلى ربى دوستم واورولو ښاغلې رحمت الله سمسور خوږې خاطرې او ترخې قطرې ترعنوان لاندې خپل نثر كره كتنې ته وړاندې كړ چې هراړخيزې خبرې پرې وشوې وروسته ازاده مشاعره وشوه چې پكښې محمد عارف همدرد، شهزاده شيرين زوى ، عماد الدين دوران، نظيرالحق قريشى ، صفى الله سنګين ، الله ګل حقانى ، واحد امينزى ، عمران خزان ، محمد ا صف احساس ، محمد افضل تنها ، نيازمحمد نياز ، قارى عبدالباسط او نورو برخه واخيسته په دې وخت اسلام ګل شيرزار اعلان وكړ چې ډير زر به دخاطره په نوم مجله دټولنې دخپرنيزارګان په صفت راوباسى ديادونې وړ ده چې په همدغه غونډه كښې نظيرالحق قريشى هم اعلان وكړ چې دپلوزې په نامه به يوه پښتو مجله دادب مينه والو ته وړاندې كړى

لراوبر - د لوی افغانستان نښلوونکی

Copyright Larawbar 2007-2024