کور / تازه خبرونه / طالبانو 50 قوماندانان خپل سنگرونوته جنگ لپاره وليږل

طالبانو 50 قوماندانان خپل سنگرونوته جنگ لپاره وليږل

سوات


دپاكستان دطالبانو تحريك صوبائى حكومت دمستعفى كيدو دوخت دتيريدو څخه وروسته په سوات او نورو سيمو كښې خپل پوځى ځواكونه چمتو كړى دى له پنځوسو څخه زيات طالب قوماندانان دسوات په مختلفو سيمو كښې سنګرونه جوړ كړى دى او دامنيتى ځواكونو سره يې دوړو وړو جګړو لړۍ پيل كړې ده خو دسترو عملياتو لپاره دخپل مشر بيت الله محسود دحكم انتظار كوى دسرچينو په خبره دسوات دطالبانو دشورا مجلس غونډه دمولانافضل الله په مشرۍ شوې وه چې پكښې دصوبائى حكومت سره دامن دلوظنامې دله منځه وړلو په صورت كښې طالبانو پريكړه كړې وه چې خپله دفاع به كوى دصوبائى حكومت لپاره دپنځه ورځو دوخت دتيريدو څخه وروسته په مټه مالم جبې ، كبل او نورو سيمو كښې طالبانو سنګرونه جوړ كړى وو بلخوا دسوات دطالبانو دتحريك وياند حاجى مسلم خان وئيلى دى چې ترڅو امنيتى ځواكونه سيمه پرينږدى نو امنيت نشى راتلى مسلم خان وئيلى دى چې په هنګو كښې دعملياتو دختميدو لپاره حكومت سره خبرې كوى