کور / شعر / غزل

غزل

د خداى رحمت چي کله اوري يو هم پاته نه سي
که زورور وي، که کمزوري يو هم پاته نه سي


ونه دا نه ګوري چي سيوري ته يې څوک ويده دى
ونه دا غواړي چي له سيوري يو هم پاته نه سي


ګل دغه وايي زه توپير د خپل پردي نه کوم
زما خوږ بوى چي کوم ځاى اوري يو هم پاته نه سي


داسې عجب او ښايسته مرګى له خدايه غواړم
پر جنازه چي مي مخ ګوري يو هم پاته نه سي


په ټوله ورځ لکه سايه را سره ښوري ياران
چي را ښکاره سي کله ستوري يو هم پاته نه سي


لمر چي را وخېژي سهار سي د الله په قدرت
خلک را پاڅي له هر لوري يو هم پاته نه سي


بخته! ايمان چي جوړوي هلته يا دوه وي يا درې
چي ايمانونه څه وخت پلوري يو هم پاته نه سي