کور / راپور / اروزګان:په لومړي ځل د و لسي وګړو لپاره پارک جورېږي

اروزګان:په لومړي ځل د و لسي وګړو لپاره پارک جورېږي

په اروزګان کي ۷ ميليونه افغانيو ارزښت د تفريحي پارک د جوړلو دبنسټ ډبره کښيښودل سوه.

د ترينکوټ ښار اوسيدونکي د دغه پارک په جوړيدو خوښ دي اود جوړيدوپه برخه کي ئې له دولت څخه غوښتنه کوي چي څارنه ئې وکړي.

اروزګان د افغانستان يو له هغه ولايتونو څخه دی چي په مرکز ترينکوټ کي ئې د لومړی ځل لپاره ديوه تفريحي پارک دبنسټ ډبره کښيښودل سوه.

د ترينکوټ ښاروال انجينر نعمت الله بختيار زياتوي، دغه تفريحي پارک به د ۷ ميليونو افغانيو په لګښت په ۸۶ ورځو کي په څلورنيم جريبه ځمکه کي جوړ او ګټي اخيستني ته به ورسپارل سي.

نوموړی زياتوي، راتلونکي کي هم پلان لري چي په ترينکوټ ښار کي نوري دغه ډول بنسټيزي پروژي پیل او ګټي اخيستنې ته وسپاري.

داپه داسي حال کي ده چي له دي وړاندي ددغه ولايت اوسيدونکو له دولت څخه غوښتنه کړې وه څو په دغه ولايت کي د عامو خلګو لپاره يو تفريحي پارک جوړ کړي.

 په دغه مراسمو کي د اروزګان  والي محمد شفيق اسدالله سعيد وويل، ددې ولايت اوسېدونکي به له دې پارک څخه په مېلو او تفريحي پروګرامونو کي د ګډون لپاره ګټه اخلي.

نوموړي وويل،  دپارک دجوړولو له کار څخه به وخت پر وخت څارنه کوي څو په اساسي او بنسټيزه توګه ئې کارونه پای ته ورسېږي.

په مرکز ترينکوټ کي دا لومړی ځل دی چي د عام ولس لپاره د يو تفريحي پارک د جوړلو ډبره ايښودل کېږي.

په اروزګان کي دامهال دتفريحي ورځو لپاره کوم ميله ځای شتون نه لري.

ددغه ولايت اوسيدونکي هم دياد تفريحي پارک په جوړولو خوشحاله دي او له دولت څخه غوښتنه کوي، چي ديادي پروژې د جوړلو پرمهال ئې څارنه وکړي څو په اساسي ډول جوړ سي.

دوی وايي، وړاندي له ګڼو ستونزو سره مخ وه خو د ياد پارک په جوړلو سره به دوی خپل تفريحي وخت همدلته تيروي.

دوی له دولت څخه غوښتنه کوي، چي په ترينکوټ ښار کي لا زيات دغه ډول تفريحي پارکونه جوړکړي.

اروزګان د افغانستان د وروسته پاته ولايتونو څخه دی او افغان حکومت په تيرو ۱۷ کلنو کي په دغه ولايت کي د پام وړ د بیارغوني کارونه نه دي ترسره کړي.

راپور: احسان الله ولسمل