کور / راپور / اروزګان:د پوليسو په ښوونيز مرکز کي ۶۰ تنه ملي پوليس فارغ سول

اروزګان:د پوليسو په ښوونيز مرکز کي ۶۰ تنه ملي پوليس فارغ سول

اروزګان کي ۶۰ تنه هغه پوليس تر ۲ مياشتنيو زده کړو وروسته فارغ سوه چي تازه د پوليسو ليکو ته راغلي وه.

مسؤولين وايي، ياد پوليس به تر روزني وروسته وکولای سي چي په اسانۍ دنده اجراء کړي.

اروزګان کي د پوليسو ښوونيز مرکز په خپله دوهمه دوره کي ۶۰ تنه ملي پوليسو تر ۲ مياشتنيو زده کړو وروسته فارغ کړل.

دفراغت په دغه مراسمو کي د شنبې په ورځ د اروزګان د والي ترڅنګ يو شمير نورو لوړوپوړو چارواکو هم برخه اخيستي وه.

په دغه ولايت کي د پوليسو د ښوونيز مرکز مشر سعادت خان وايي،  فارغ سويو پوليسو ته ئې د جنګي تکتيکونو ترڅنګ ښودلي چي د دندي پرمهال د عامو خلګو سره ښه چلند ترسره کړي او په بیلابیلو مهارتونو سره عمليات او د پلټني چاري مخ ته يوسي.

په اروزګان کي امنيتي مسؤولين د ياد ښوونيز مرکز څخه غوښتنه کوي چي دغه ډول نورو ملي پوليسو ته هم ښوونه او روزنه ورکړي څو ټول ملي پوليس خپله دنده د مسلکيتوب له مخي مخ ته يوسي.

داروزګان امنيه قومندان جنرال معروف احمدزی او د څلورمي پلۍ ليوا قومندان جنرال رحمت شاه قيمتي له فارغ سويو پوليسو غوښتنه کوي، چي خپل دنده د مسؤوليت له مخي مخ ته يو سي او ترلاسه سوي زده کړي دي د  خپلو نورو ملګرو سره هم شريکي کړي.

له دي سره د فراغت په دغه مراسمو کي د ياد ولايت والي محمد شفيق اسدالله سعيد فارغ سويو پوليسو ته د مبارکي ترڅنګ له هغو څخه هيله وکړه، چي خپلو دندو ته په ښه توګه پاملرنه وکړي او قانون په ټولو يو ډول تطبيق کړي.

هغه ملي پوليس چي ددغو ۲ مياشتنيو زده کړو څخه فارغ سوي وايي،  وړاندي به د دندي پرمهال له زياتو ستونزو سره مخ وه، خو د يادو زده کړو په ترلاسه کولو سره به وکولای سي چي په اسانۍ خپل دنده ترسره کړي او پر خلګو په ښه توګه قانون پلۍ کړي.

د يادوني وړه ده چي له دې وړاندي هم په دغه ولايت کي دياد ښوونيز مرکز څخه ۳۳ تنه ملي پوليس فارغ سوي دي، چي اوس مهال د ترينکوټ په شمول د اروزګان په يو شمير ولسواليو کي په دندو بوخت دي.

راپور: احسان الله ولسمل