کور / سياسي / الکترونيکي تذکرو سره څنګه امینت راځي!؟

الکترونيکي تذکرو سره څنګه امینت راځي!؟

لیکوال: امېد حیران

الکترونيکي تذکرې د امنیت او ثبات په راوستو کې بېساری مثبت رول لري.

الکترونيکي تذکرې د ښې حکومتولۍ بنسټ جوړوي. سربېره پردې چې د اداري فساد په مخنيوي، بیروکراسۍ په لمنځه وړلو، د روڼتیا په راوستو او د ملي پروژو په پلي کولو کې اسانتیا ا ورڼتیا راولي،  الکترونيکی تذکرې  دي چې پر بنسټ يې دولت، حکومت خپلو خلکو ته عامه، چټک، پر وخت چوپړتیاوې ترسره کوي او ملت خپل حقوق په ښه ډول لاس ته راوړي.
الکترونيکي تذکرې تر هر څه لومړی په امنيت راوستو کې بېساری مثبت رول لري. دا چې د الکترونيکي تذکرې اخيستو په وخت د يوه شخص ټوله اړين مالومات بايوميتريک (د ګوتو او سترګو نښې) اخېستل کېږي او د مجرم پېژندل او قانون منګولو ته سپارل اسانه کوي او ژر ترسره کېږي، نو افراد به د يوه جرمې عمل ترسره کولو ته په سختۍ زړه ښه کړي. دا کار د امنيت په تامين  او د جرايمو په کمښت کې خورا مهم رول لوبوي.

په لومړي پړاو کې بایوميټریک کېږي او د سترګو درجه، د سترګو د ګاټو انځورونه یې اخيستل کېږي او سېستم کې ثبتېږي، تر ممکنې کچې د جرمونو په کمښت کې رول لري. دا چاره به له امنيتي مسوولینو سره د مجرمينو په نیولو کې مرسته وکړي؛ ځکه هغه امنيتي دوربينونه چې د ښار په څلورلارو او کوڅو کې لګېدلي، د سترګو د سيګنال درجې د پيداکولو وړتیا لري او احتمالي تورن کس پيداکولی شي او د مجرمانو ځای – ځایږی معلومولی شي.

د مخابراتي شبکو سمیکارتونه به د شخص په نوم او د الکترونيکي تذکرې په سیریل نمبر ثبتېږي، د سیمکارت لرونکي شهرت به د شبکو په ډېټابیس کې ثبت وي، هم به یې د بایوميټریک محتویات ثبتېږي، بیا وروسته له هغې څوک نشي کولای په هغه سیم کارت کوم جرم ترسره کړي یا هم چاته اخطار ورکړي. همدرانګه به د سیم کارت ورکېدو په صورت کې به د الکترونيکي تذکرې په ښودولو بېرته  په اسانۍ خپل ورک شوی راجستر سیمکارت ترلاسه کړئ. بل څوک نشي کولای ستاسو سیمکارت بند یا خپل کړي.

همدارنګه د کابل ولایت د څلور دخولي دروازو سربېره به په ولایتونو کې او سرحدي سیمو کې د شک پرمهال د امنيتي ارګانونو لخوا الکترونيکي تذکرې غوښتل کېږي، چې افغان او نا افغان وګړی ډېر ژر څرګندېږي او د مجرمینو مخه نیول کېږي، ځکه په الکترونیکي تذکرو کې جعل او تذویر سخت او حتی ناممکن دی. یانې هر افغان وګړی کولای شي یوازې یوه تذکره ولري.

مخکې ځینې بېلګې وې چې بهرنیان په افغاني پاسپورټ نورو هېوادونو کې کار کوي، سبب یې داو چې تذکره یې جعلي وه او پاسپورټ یې هم د جعلي تذکرې پر بنسټ اخیستی، نو د الکترونيکي تذکرو په سراسري وېش سره به بهرنیان هېڅ نشي کولای افغانی پاسپورټ ترلاسه کړي.  همدارنګه به قانوني اسلحه د یوه مسوول کس په الکترونيکي تذکره ثبتېږي،

او بلاخر الکترنيکي تذکرې د امنیت په راوستنو کې خورا مهم، رغنده او ټاکنده رول لري. الکترونيکي تذکره ددې سبب ګرځي؛ هغه کارونه چې په اونيو اونيو نه خلاصېدل، په لږ وخت کې به ترسره شي.