کور / راپور / د شتمنيو د ثبت اداره: د پارلمان ځيني غړي خپلي شتمنۍ نه ثبتوي

د شتمنيو د ثبت اداره: د پارلمان ځيني غړي خپلي شتمنۍ نه ثبتوي

د شتمنيو د ثبت او څېړني اداره وايي، چي د ولسي جرګې او مشرانو جرګي ځيني غړي نه غواړي چي خپلي شتمنۍ ثبت کړي.

د يادې ادارې چارواکي وايي، د دواړو جرګو استازي نه داچي له دوی سره همکاري نه کوي، بلکي برعکس ددوی دکارونو پر وړاندي خنډونه جوړوي.

د شتمنيو د ثبت اداره وايي، هرڅوک کولای سي چي ددغي ادارې رسمي پاڼي ته ورسي او د ټولو دولتي چارواکو له شتمنيو ځان خبر کړي او که چيري د کوم شخص د شتمني په هکله کومه ستونزه وي دوی ته دي راپور ورکړي.

د شتمنيو د ثبت لړۍ د ۱۳۹۴ کال په قوس مياشت کي په کابل کي پيل سوه او د ټولو دولتي چارواکو شتمني په ياده اداره کي ثبت سوې.

د شنبې په ورځ د شتمنۍ د ثبت او څېړنې ادارې مشرانو  یوې خبري غونډي ته وویل، په ‌کابل کې د ټولو اجرائيوي او قضايي چارواکو د شتمنیو د ثبت لړۍ پای ته رسېدلې ده  او اوس ئې ولایتونو او له هېواده بهر د شتمنیو ثبتول را پیل کړي دي.

د ادارې په وينا، د شتمنيو ثبت د حکومت سره د ژمنتيا په مانا دي او دا کار د ناقانونه عوايدو مخنيوی کوي.

د ادارې چارواکي وايي، د حکومتي چارواکو د شتمنیو په ثبت کي هيڅ استثنا نسته او ټول چارواکي بايد خپله شتمني ثبت کړي، ترڅو له حکومتي دندي وړاندي او وروسته وخت شمني ئې سره پرتله سي.

د شتمنیو د ثبت د قانون له مخې، د حکومتي چارواکو د شتمنیو  دثبت سره سره ، ‌د هغوی د مېرمنو،‌ والدینو او بچیانو شتمني هم ثبتېږي چې د ۱۵ کلونو عاید هم پکې راځي.

د قانون له مخي هر هغه چارواکی مجرم ګڼل کېږي چي د خپلي شتمنۍ په هکله ناسم مالومات ورکړي.