کور / راپور / په ميدان وردګو کي هوايي بريدونو ولسي مرګژوبله اړولې ده

په ميدان وردګو کي هوايي بريدونو ولسي مرګژوبله اړولې ده

د ميدان وردګو ولايت په جغتو ولسوالۍ کي له دوو ورځو راهيستي پوځي عمليات روان دي چي د افغان چارواکو په خبره، چي په دې عملياتو کي ئې طالبانو ته زياته مرګژوبله ور اړولې ده. خو د طالبانو او ځايي خلګو په وينا په دې عملياتو کي ملکي وګړي وژل سوي دي.

د ميدان وردګو ولايت چارواکي وايي، چي د عملياتو په ترڅ کي ئې د جغتو ولسوالۍ په حافظ کلي کي هوايي بريدونه کړي دي چي ګڼ طالبان ئې وژلي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عبدالرحمن منګل وايي، په هوايي بريدونو کي ئې د جغتو لپاره د طالبانو ولسوال سيد رحيم، د نرخ ولسوالۍ ولسوال ملا مسلم او يو بل طالب قومندان ملا عبدالرحمن مشهور په زخمي وژلي دي.

خو ځايي خلګ بيا وايي چي د افغان ځواکونو په هوايي بريدونو کي د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ تنه وژل سوي دي.

طالبانو هم په يوه اعلاميه کي ويلي دي، چي په ياده سيمه کي د افغان دولت له لوري د خلګو د کورونو تلاښي روانه ده او ګڼ شمېر ولسي وګړي ئې وژلي دي.

په خواله رسنيو کي هم د ملکي وګړو د مرګژوبلي په هکله بحثونه راپورته سوي دي او خلګ وايي، چي په دې بريدونو کي ښځي او ماشومان هم وژل سوي دي.

افغان چارواکي ادعا کوي چي په دې عملياتو کي ئې د طالبانو له زندان څخه شاوخوا شل تنه زندانيان ازاد کړي دي، خو طالبانو ويلي دي چي د عملياتو په وخت کي ئې بنديان خوندي سيمو ته لېږدولي دي.