کور / راپور / په زابل کي بندي طالب پوليسو ته مرګژوبله اړولې ده

په زابل کي بندي طالب پوليسو ته مرګژوبله اړولې ده

د زابل ولايت په ښار صفا ولسوالۍ کي يو بندي طالب د قومندانۍ له يوه پوليس څخه وسله اخېستې او پر نورو پوليسو ئې ډزي کړي دي چي په دې پېښه کي اته پوليس وژل سوي او څلور نور ژوبل دي.

د زابل ولايتي چارواکي وايي، چي يو طالب تېر ماښا م د لمانځه په بهانه را ايستل سوی دی او وروسته ياد طالب له پوليس څخه وسله اخيستې او ډزي ئې کړي دي.

يوې سرچينې چي نه غواړي نوم ئې واخيستل سي ويلي دي، چي په وژل سويو کسانو کي د ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ اداري مدیر، جنايي مدیر او د ټولۍ قومندان هم  شامل دي او څلور نور پوليس ټپیان دي.

ويل کېږي چي د ولسوالۍ تعمیر اور اخیستی او داسي لیدل کیږي چي بندي طالب د برید پر مهال د نورو پوليسو مهماتو او وسلو ته هم  ځان رسولی دی،  جګړه کوي او تراوسه ژوندی دی.

چارواکي وايي، چي ياد طالب په کندهار کي نيول سوی وو او د پلټنو لپاره د زابل ښار صفا ولسوالۍ ته لېږدول سوی وو.