کور / سياسي / اتمر څنګه د امنیت شورا ټوله دفترونه په انګرېزانو تلاښي کړل؟

اتمر څنګه د امنیت شورا ټوله دفترونه په انګرېزانو تلاښي کړل؟

غلام ولي نوري

یادونه: دا زما د ژوند یادښتونه دي، په یادښتونو کي هر څوک یوه موضوع د خپلي پوهي، د هغه وخت د وضعیتت او نورو د اغیزو په رڼا کي تعبیروي، مګر درواغ نه وایې. تاسو لوستونکي به زما خبري په مختلفو ډولونو تعیر کړئ، مګر هیڅ درواغ به پکي راونه باسئ. زه اتمر او د هغه ټول چوبکیان چلنج کوم، چي زما خبري چلنج کړي او که کومه خبره حقیقت نه لري لوستونکو ته دي ووایې.

د ملي امنیت د سلاکار په توګه د اتمر دویمه ورځ وه، سهار چي دفتر ته ورسیدم، دوه انګرېزان د غونډو له تالار څخه راووتل. له همکارانو څخه مي پوښتنه وکړه، چي دا څوک ول؟ د ایتلافي ځواکونو او ناټو نظامي او ملکي مامورین به همېشه امنیت شورا ته د مهمو مسایلو لپاره غونډو ته رابلل کېدل، خو دوی د نورو غربیانو خلاف چي نظامي یا ملکي رسمي لباس به یې اغستی و، کاو بای پتلونونه او ساده شرټونه اغوستي ول. له همدې کبله زما توجه ورته راواوښتله. له همکارانو څخه مي وپوښتل چي دا څوک دي؟ ویل یې اتمر راغوښتي دي، چي د امنیت شورا دفترونه تلاښي کړي، چي کرزي خو به د اورېدلو الې نه وي پکي لګولي. له ځان سره مي وویل، چي له کرزي څخه یې ګورئ مګر په انګرېز یې اورئ؟ په انګریز اعتبار کوئ مګر په افغان نه؟ ولي دلته دا دونه وطندوسته افغانان چي شپه ا ورځ ددې وطن په خدمت کي ډوب دي تر هغوی انګریزانو ته افغانستان ګران دئ؟ اتمر که رښتیا د اورېدلو په نصب سوو الو پسي ګرځېدای نو دا خو افغانانو هم پیدا کولای سوای. زموږ د ملي امنیت لوی ریاست د لویو کارونو د تر سره کولو توان لري نو ایا یوه اله یې چي په یوه دفتر کي نصب سوې وې نه سو پیدا کولای؟ همدا کار خو د ولسمشر د محافظ په ریاست چي خپله د امنیت شورا تر واک لاندي دئ، هم کېدای سوای. یوه ورځ د هیواد د یوه وتلي سیاستوال سره ناست وم، هغه راته وویل، چي کله مو ښاغلی غني تر تحلیف وروسته لومړۍ نمبر ودانۍ ته راوستئ، هغه ته مي وویل، چي داکټر صاحب ستا په واکمني کي به هم ګلاب منګل د هلمند او شیرزی د ننګرهار والي وي؟ دی وایې، ښاغلي غني لوړ قندل ته وکتل ما ته یې وویل، چي بهر غولي ته در ووځه. موږ چي غولي ته راووتلو ښاغلي غني راته وویل، چي هلته کیدای سي د اورېدلو الي راته نصب سوي وي، نو له همدې امله مي هلته جواب در نه کړ، خو چي یوه ورځ یې د ښاغلي کرزي په حکومت کي کار کړی وي، والله که زما په حکومت کي کار را څخه وکړي. خو لږ وخت وروسته ګلاب منګل د ننګرهار والي سو او شیرزی د ولایت څخه وزارت ته پورته سو.
یو کړی وروسته مي د څنګ د شعبې مامورین زما دفتر ته راغلل. ویل یې زموږ دفتر یې انګریزي مشاورینو ته ورکړ اوس زموږ میزونه لوړ منزل ته انتقالوي. همدا امنیت شورا ته د بهرني مشاورینو د راتلو پيل و. د پالیسي جوړونکي ارګان په توګه د ملي امنیت شورا په دفتر کي د بهرني مشاورینو هیڅ ضرورت نه و او نه سته. د امنیت شورا دفتر ټول مرستیالان د خورا غني تجربو څښتنان ول او اکثرو ریسانو او مرستیالانو یې په غرب او بهر کي لوړي زده کړي وې او په افغانستان کي یې په مختلفو وزارتونو او دفترونو کي ښه پوره کاري تجربې تر لاسه کړي وې.
د خارجي مشاورینو شمېر ورځ تر بلي ډېرېدئ، هغوی زموږ په ټولو غونډو کي د ترجمانانو سره ګډون کاوه او حتی زموږ د سهار تر اداري غونډو یې حضور راورسېده، او په غونډو کي به یې په بحث کي ښه پوره برخه اخیسته. تر ټولو بده خو لا دا وه، چي دوی اخیر د امنیت شورا په غونډو کي چي د ولسمشر له خوا به رهبري کېدلې د خپلو ترجمانانو سره ګډون پکي کاوه. د قانون له مخي د امنیت شورا په غونډو کي چي د ولسمشر له خوا رهبري کیږي، یوازي د ملي امنیت سلاکار، د دفاع، بهرنیو، کورنیو او مالیې چارو وزیران، د ملي امنیت لوی ریئس او څو نور اداري کارکونکي د غونډي د مینټ اخیستلو او نورو اداري کارونو د تنظیم په نیامت برخه اخیستلای سي البته که ولسمشر لازم وګڼي د یو خاصي موضوع په اړه د هغه مربوطه ارګان مامورین رابللای سي خو د موضوع تر ختم کېدو وروسته باید له غونډي سم دستي ووځي، ځکه چي په غونډه کي پر حساسو او پټو مسایلو بحث کیږي او د امنیت شورا ټولي فیصلي د قانون برخه ګرځي او اجرایوي ضمانت لري. نو اوس سړی دې ته حیرانیږي، چي په داسي مهمو غونډو کي د څو بهرنیو استخباراتي مامورینو او د هغوی د ترجمانانو ګډون د کوم قانون او اړتیا له مخي تر سره کېدئ؟ اتمر په لوی لاس د افغانستان ملي حاکمیت پر انګریزانو وپلورئ.
اتمر د مولا لبغړ له ځان سره امنیت شورا دفتر ته راوستل. په هغو کي یو سلېمان کاکړ و. هغه په امنیت شورا کي لومړی ستر سلاکار او بیا وروسته د انجینر ابراهیم پر ځای د امنیت شورا اداري معین مقرر سو. اتمر او اتمرخیل دونه د انګریزانو په حوس کي وه، چي بېله هغوی یې هیڅ کار نه تر سره کاوه، او نه یې افغاني مامورینو ته د سړی په سترګه کتل. یوه ورځ د امنیت شورا د سهار په اداري غونډه کي د سل ورځني اداري پلان د فارمټ پر شکل بحث کېده. زموږ اکثره ملګري د کاکړ د فارمټ له پیشنهادي ترحي سره موافق نه ول، اخیر یې یوه انګریز ته لاس ونیوئ او هغه ته یې وویل ته به دوی ته ور وښوې، چي فارمټ څنګه جوړیږي. دا خبره د ټوله امنیت شورا او په ځانګړې ټوله افغان ملت ته توهین و. ما مخکي هم وویل، چي د امنیت شورا د دفتر اکثرو مامورینو په غرب او بهرنیو پوهنتونو کي لوړي زده کړي وې، د ټیکنالوژۍ سره پوره بلد وه او د هغه ور اخوا د امنیت شورا دفتر د (ای، ټي) مدیریت درلود، چي د هر ډول کمپیوټري کارونو د کولو جوګه ول. په دې سره یې موږ ته وښول، چي افغانان دلته نور د پیاز اهمیت هم نه لرئ، او انګریزانو ته یې زموږ په مخ کي خپله غلامي په ډاګه کړه.
اتمر چنداني د سهار په اداري غونډو کي ګډون نه کاوه، کله کله به ناپېښه یا د یوې خاصي موضوع د شریکولو په نیامت غونډي ته راتلئ. یوه ورځ اتمر د سهار اداري غونډي ته راغئ، تر سلام وروسته یې پر یوې انګریزي سترګي ولګېدئ، چي د میز په دویم کتار کي ناسته وه. د امنیت شورا یو لوړ رتبه مامور چي په بهر کي یې لوړي زده کړي کړي وې، پر یو مهم پوسټ یې کار کاوه او پلار او ورور یې ددې وطن په دفاع کي ترهګرو ور شهیدان کړل، د مخ په لیکه کي د اتمر څخه تقریبا دریم کس و. هغه ته یې په ډېر توهین امیزه لهجه وویل، چي تاسو دا انګریزه څنګه شاته کښېنولې ده؟ مخ ته یې راولئ. د اتمر دې خبري پر مجلس یوه ناساپي غمناکه څپه وغوړول. اتمر چي کله پوه سو، چي خبره یې د غونډي پر ګډون والو سمه ونه لګېده، وې ویل: موږ خو افغانان یو، د مېملنو عزت کوو، تاسو باید دا بهرنیان د مخ په کتار کي کښېنوئ، ولاړسه دې ته ځای ور ایله کړه. هغه مامور ولاړسو او پر ځای یې هغه انګرېزه کښېناستله. هغه مامور چي دا توهین ولیدئ، څو ورځي وروسته بېله استعفا کوم غربي ملک ته ګډه سو. تر هغه وروسته ما بېله شدیدي اړتیا څخه په اداري غونډو کي ګډون نه کاوه، او که به ورغلم هم نو د شا په کتار کي به کښېناستم. یوه ورځ په امنیت شورا کي څو مامورینو ته د ميډال او تقدیر نامو غونډه ول، زه په غونډه کي په دویم کتار کي ناست وم، د امنیت شورا مرستیال راغئ، ویل یې (نوري صاحب) د میز د مخ کتار ته راسه، بل وخت د شا په لیکه کي کښېنه نې او زما همېشه پر تاسو پام وي، چي د شا په لیکه کي ناست یاست. جناب معاون صاحب ستا د پیزویني نړۍ مننه خو اوس به په علت پوه سوی یې، چي زه ولي د شا په لیکه کي کښېنستم؟
د ښاغلي کرزي د واکمنۍ په وخت کي په امنیت شورا کي زما په شمول درې د لوی کندهار وګړي، پر سیاسي پوسټونو کار کاوه. خو که انجینر ابراهیم هم په ګډ کړې، چي د فراه اوسیدونکی دئ، نو څلور کېدو. انجینر ابراهیم د اتمر تر راتګ مخکي استعفا ورکړه، او د اتمر په وخت کي یوه ورځ بیا امنیت شورا ته د کوم کار لپاره بیخي د څو د قیقو لپاره راغئ. ما مخکي اشاره وکړه، چي د اتمر یوه ډله د مولا لبغړ امنیت شورا ته را وستل. په دوی کي بېله حاجي داود لغماني، تواب غورځنګ او شفق څخه چي مستقیما یې له اتمر سره اړیکي درلودي ور اخوا نور د سړي زامن نه ول. نور کسان اکثره د لویو چارواکو زامن، زومان او خپلوان ول، چي سم او ناسم ټوله سره ګډ ول او یوه ډله بیا زاړه کسان ول چي له غربه اتمر راوستلي ول. سړی د هغوی د کارنامو او بکراونډ څخه هیڅ نه و خبر، چي دا اوس څه بلاوي دي؟ په دغو غربیانو کي یو کس و، ځان یې د استخباراتو متخصص معرفي کاوه، دی دونه تر څټه و، د ملي امنیت لوی ریاست ته یې لیکلي وه، چي تاسو ستاسو تشکیل ما ته راولیږئ، زه به یې ارزیابي کړم، چي کومي نیمګړتیاوي خو به نه لري؟ هغوی په جواب کي ورته لیکلي ول: ګلخانه موږ د ملي امنیت لوی ریاست تشکیل ولسمشر ته هم نه ورښکاره کوو او که یې کومه نیمګړتیا لرل زموږ خپل متخصصین یې ارزیابي کوي. دا چي اتمر څنګه کسان، په څومره شمېر او څوک یې له ځان سره امنیت شورا ته راوستل او د امنیت شورا د نوي تشکیل سره یې څه وکړه او هغه تشکیل څنګه د ایران او پاکستان استخباراتي کړیو لاس ته ولوېده یو بېل بحث دئ، چي په راتلونکي برخو کي به بحث پر وکړم.
همدې ګلخان ته یې د نوي حکومت په دویمه ورځ زما موټر ورکړ او زما ټوله امتیازونه یې قطع کړل. زه به تر دې وروسته امنیت شورا ته په ټکسي یا د یوه بل همکار سره په موټر کي راتلم. په همدې وخت کي زه د امنیت شورا مرستیال ور وغوښتم راته وې ویل، زه پوهیږم، چي تاسو دلته ښاغلي کرزي راوستي یاست اوس هغه نسته مګر زه خو یم تر څو چي زه دلته یم تاسو ته څوک تاوان نه سي درسولای او مه د چا په کیسه کي کیږه، تر نن وروسته به تاسو زما ټول کارونه مخ ته وړئ او زه د ځان په شان پر تاسو اعتبار کوم. تر همدې ورځي وروسته زما ټول کارونه او صلاحیتونه د امنیت شورا د مرستیال سطحي ته لوړ سول خو امتیاز یې هیڅ نه درلود. د جنګونو د رهبرۍ کمېټه چي د لوی درستیز تر مشرۍ لاندي، د کورنیو چارو ارشد امنیتي معین، د ملي امنیت د لوی ریاست د اوپراتیفي مرستیال، د محلي ارګانونو سرپرست او د امنیت شورا د مرستیال په غړیتوب تر سره کېدل، امنیت شورا مرستیال د څو غونډو تر ګډون وروسته هغه مسولیت ما ته راوسپاره، د کابل د امنیت د ستراتیژۍ مسولیت هم زما د غاړي سو او حال دا چي نور نو د امنیت شورا داسي کار نه و چي زه دي په یو ډول نه وم پکي دخل. زه پوهیدم، چي زما دا کارونه د اتمر نه خوښیږي، تقریبا څلور میاشتي وروسته یوه ورځ د امنیت شورا مرستیال ته ورغلم، هغه ته مي وویل، چي زه نور امنیت شورا پرېږدم، ځکه ما نه غوښتل، چي زما په خاطر د امنیت شورا مرستیال ته کوم خطر متوجه سي او له بله پلوه، ما یې نور اقتصادي توان هم نه درلود. د امنیت شورا مرستیال زما خبره ونه منله، راته وې ویل، چي ته خو زما لپاره کار کوې، نو په نورو شیانو سر مه ګرځوه. ما ورته وویل جناب معاون صاحب زه دلته یوازي او یوازي ستاسو لپاره پاته یم قسم په رب چي دا ټوله امنیت شورا زما پر نامه کوي، که یوه ورځ دلته تیره کړم. د کور، مېلمنو او زما د جیب خرڅ به مي ورونو له کاناډا یا پلار د کندهار څخه راته رالیږه. زما همدا حالت حاجي داود لغماني او تواب غورځنګ درک کړی و، دوی زما په پټه ډېر کوښښونه کړي ول، چي زما سره مرسته وکړي، خو اتمر هلته داسي هیڅوک نه غوښتل، چي یو وخت یې هم کرزي ته سلام ور اچولی وي. ما غورځنګ ته وویل، ګورئ، که ستاسو داسي خیال وي، چي تاسو پر دې هیواد تر ډېره وخت واکمني وکړئ، نو د کندهار خلک در سره ملګري کړئ، کندهاریان به ستاسو د واکمنۍ راسته بازو وي، خو پر دا کومه لاره چي تاسو روان یاست چي مطلقا مو د کندهاریانو سره دښمني را اخیستې ده فکر نه کوم دا بار تر منزله ورسوئ. زموږ دا خبري د واک غوږو نه اورېدې. د حیرانۍ خبره خودا وه، چي کله به د جنګونو د رهبرۍ کمېټې غونډي ته ورغلم، لوی درستیز او ارشد امنیتي معین به راته ولاړ سول، خو تر غونډي وروسته به کله لوی درستیز او کله هم ارشید امنیتي معین په خپل موټر کي تر امنیت شورا رسولم. زه د لوی درستیز او ارشد امنیتي معین او زموږ ددې کمیټې د ټولو غړو له احتران او درناوي پوره پوروړی یم او دا د دوی د لوی شخصیت ښه نمونه ول، چي زما غوندي په عمر کشر او ربته کښته کس درناوی به یې کاوه. اتمر ته به همېشه د غربي سفارتونو څخه من او ثلوا راتلل. یوه ورځ مي زما یوه مدیر ته مکتوب د کابل پر پولیسو په لاس ورکړ، چي موږ د امریکا له سفارت څخه ۵۰ ضد مرمرۍ موټران امنیت شورا ته انتقالولو لطفا د لېږد په وخت کي همکاري ور سره وکړئ، زموږ د مکتوب سربیره هغوی د کابل پولیسو راګرځولي ول او د رشوت هیله یې ځني کړې ول، هغوی فکر کاوه، چي دا به د کوم تجار موټران وي. اتمر به همېشه دا موټران وکیلانو، قوماندانانو، ملکانو او نورو ته په رشوت کي ور کول مګر خپل مامورین چي د لوی درستیز په سطحه یې مسولیت درلود په ټکسي کي امنیت شورا ته تلل.
زه تر څلور میاشتي وروسته یو ځل بیا د امنیت شورا مرستیال ته ورغلم، ورته ومي ویل، جناب معاون صاحب دا مسولیتونه چي تاسو ماته راسپارلي دي زه یې نور د تر سره کولو توان نه لرم. دده جواب بیا هم هغه و. که لوستونکو ددې سلسلي مخکنۍ برخه تعقیب کړې وي، ما په هغه برخه کي ویلي وه، چي اتمر داسي فکر کاوه، چي زه ښاغلي کرزي ته د امنیت شورا هر حال ور وړم، حال دا چي، د کرزي تر تګ وروسته ما یوازي هغه یوه ورځ هغه هم د اختر په ورځ دده په کور کي لیدلی و، چي په سلهاو کسان پر راټول ول. ما ورته وویل، نو چي داسي ده زه سبا د ښاغلي کرزي سره وینم. زه، چي د ښاغلي کرزي کور ته ورغلم چي سترګي یې راباندي ولګېدې راته وې ویل، بیخي ورک یې او هیڅ پوښتنه نه کوې؟ په زړه کي مي وویل، چي کاشکي اتمر هم زما او ستاسو د دې لیدنو خبر وای. ما ښاغلي کرزي ته وویل، چي زه یوه پټه خبره در سره لرم. ما ورته وویل جناب رئیس صاحب اتمر داسي فکر کوي، چي زه تاسو ته د امنیت شورا حال راوړم. د ښاغلي کرزي مخ بڼه واوښتله، ویل یې ته خو ما والله که په دا څو میاشتو لیدلی یې، نو حال به څنګه راوړې؟ ډېر په چورت کي کښېنستئ. ما نوري خبري ورته ونه کړې. ده هم څه ونه ویل یو ګړی وروسته یې زه له کوره راووتم. زه له همدې حساسیته خبر وم نو له همدې کبله مي قصدا د ښاغلي کرزي کور ته د ورتګ زړه نه ښه کاوه.
څلور میاشتي وروسته زه بیا د ښاغلي کرزي کور ته ورغلم. هغه ته مي وویل، چي زما ټول امتیازات اتمر د خپل راتک سره هغه قطع کړل. ښاغلي کرزي راته وویل، چي فکر مه کوه، زه هر څه در کوم، ده چي اوس خپل سکرتر ته ناره کوله ما ورته وویل جناب رئیس صاحب زه تاسو ته د پیسو اخیستلو لپاره نه یم راغلی، هیله مي دا ده، چي د امنیت شورا څخه زما قانوني امتیازات راته راواخلئ. ښاغلي کرزي ما ته د خپلي واکمنۍ په دوران کي څو ځله د پیسو د ورکړي ویلي دي خو ما هیڅکله له هغه څخه یوه انۍ هم نه ده اخیستې. په ۲۰۱۲ م کال کي چي زه کله په کاناډا کي محصل وم، وطن ته په رخصتي تللی وم، یوه ورځ د ولسمشر لیدو ته ورغلم، د غرمې ډودۍ مو یو ځای وخوړه، وروسته یې زه او ښاغلی هیوادمل خپل دفتر ته په لوړ منزل کي ور وغوښتو. هلته مو پر چایو ادبي بانډار کاوه، چي راوتلم ویل یې راته ووایه، څه در سره وکړم؟ ما ورته وویل جناب رئیس صاحب صرف ستاسو لېدو ته راغلی وم. دویم ځل چي کله زه تر زده کړو وروسته بیرته وطن ته ستون سوم، په ګلخانه کي د سهار پر چایو چي ښاغلی انجینر ابراهیم، ښاغلی ایمل فیضي او ښاغلی خرم هم ناست و همدا خبره راته وکړه، زما جواب هم هغه وو. ما ورته ویل، رئیس صاحب ما ستاسو څخه ستاسو د واکمنۍ په وخت پیسې نه دي اخیستي نو اوس خو بیخي سوال نه پیدا کیږي.
د ولسمشر کرزي تر لیدو وروسته چي امنیت شورا ته راغلم خپله استعفا مي ولیکله او له خپل نیت څخه مي تواب غورځنګ خبر کړ او خپله استعفا مي ور ښکاره کړه. هغه په خندا راته وویل، را سه چي استعفا دي در اصلاح او نرمه کړم. هغه زما د استعفا ژبه نرمه کړه، او په دا سبا د امنیت شورا مرستیال بهر ته په سفر ولاړ او ما خپله استعفا اتمر ته د حاجي داود لغماني به مخ کي ورکړه، هغه قسیم لودین ته زما استعفا لیک ور کړ. ما ته یې داسي وښوله، چي استعفا دي نه منظورم مګر زه او اتمر ډېر ښه سره پوهیدو. زه په سبا هند ته ولاړم، هلته مي د خپلو نیکونو پر اتلولیو ښه پوره تحقیق وکړ او د هغوی په مزارونو مشرف سوم. په کاناډا کي ډېر ملګري په دې خبر دي، چي ما هیچکله نه غوښتل، چي د کاناډا پاسپورټ واخلم، هغوی به همېشه ویل، پاسپورټ واخله وطن خو څوک له چا څخه نه وړي؟ ما به ویل، هیڅ مي دا ضمیر نه قبلوي، چي زما په جیب کي دي د بل هیواد پاسپورټ وي، بس په همدې دایمي استوګني به ګزاره سره کوو. یوه ورځ په هند کي د افغانستان لوی سفیر ښاغلي شیدا محمد ابدالي را څخه وپوښتل، چي په کاناډا کي به لومړی کوم کار کوې؟ ما ورته وویل، تاسو خبر یاست چي له ډېر وخت راهیسي ما د کاناډا د پاسپورټ اخیستلو څخه انکار کاوه، خو دا ځل چي هلته ورسیږم اول به پاسپورټ اخلم. په هند کي مي د امنیت شورا مرستیال ته تلیفون وکړ او د خپل تصمیم څخه مي خبر کړ، هغه ته مي وویل، چي زه بیا وظیفې ته نه درځم. هغه راته وویل، چي ستاسو استعفا لیک ما ته بیرته اتمر راکړ. ده ویل، چي زما هم همداسي خوښه ده، چي د یو څه وخت لپاره له وطنه ولاړ سي، کله چي یې وخت راغئ، بیرته به وطن ته ارسې.
کاناډا ته تر راسیدو وروسته مي په فیسبوک کي ولیکله: هر څوک چي درته وایې چي وطن ته راسئ، پر مخ یې ور توف کړئ. زما همدا پوسټ خلکو په مختلفو ډولونو تعبیر کړ، وروسته د امنیت شورا مرستیال زما پوسټ ته ولیکل: نوري صاحب، خپل پوسټ دي یو څه روښانه کړه او خلک دي له خپلو کړاونو څخه خبر کړه، بیا به خلک در باندي انتقادونه نه کوي). نن مي دا دئ هر څه درته ښکاره کړه. اتمر بېله دې، چي زما استعفا لیک ولسمشر ته وړاندي کړي، زما پر ځای یې بل څوک مقرر کړ. د لوستونکو لپاره باید ووایم، چي پر سیاسي پوسټ د کار کوونکي مقرري او استعفا منل یوازي د ولسمشر په امر کیږي. مطلب که مو د انګرېز ماینه نوي لیدلې، نو اتمر ته وګورئ.