کور / راپور / د افغانستان لوی ملي ايتلاف: په ټاکنو کي د بايومټريک سيسټم هرکلی کوو

د افغانستان لوی ملي ايتلاف: په ټاکنو کي د بايومټريک سيسټم هرکلی کوو

د افغانستان لوی ملي ايتلاف د ټاکنو د خپلواک کمېسون د هغه اقدام هرکلی کړی دی، چي ګڼي د ټاکنو په ورځ به بايومټريک سيسټم وکارول سي.

د افغانستان لوی ملي ايتلاف لراوبر ته په رالېږل سوې خبرپاڼه کي د ټاکنو د خپلواک کمېسون له لوري د بايومټريک سيسټم د کارولو اعلان ته خوشبيني ښودلې ده او ويلي ئې دي چي دا ګام به د اتخاباتو په شفافيت کي ډېره مرسته وکړي.

د افغانستان لوی ملي ايتلاف له ډېري مودې د پارلماني  انتخاباتو  پر شفافيت او روڼولي شک څرګند کړی وو او له همدې امله ئې مدني اعتراضونه راپيل کړي وه، چي په دې لړ کي ئې په زرګونو جعلي تذکرې او نور اسناد د رسنيو سره شريک کړه او ادعا ئې وکړه چي ياد اسناد د غير عادلانه ټاکنو لپاره باوري اسناد دي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسون او حکومت ددې اسنادو د افشا کېدو په غبرګون کي وويل، چي ټول هغه کسان به تر عدلي تعقيب لاندي ونيسي چي د جعلي پېژنپاڼو په جوړولو تورن وپېژندل سي.

د لوی ملي ايتلاف په خبره، د ټاکنو د شفافيت او عادلانه انتخاباتو د عملي کېدو لپاره ئې جدي هلي ځلي راپیل کړې او د نورو غوښتنو ترڅنګ ئې يوه عمده غوښتنه د ټاکنو لپاره د بايومټريک سيسټم کارول وه، چي اوس د انتخاباتو کمېسون دا غوښتنه منلې او اعلان ئې کړی دی چي په راتلونکو پارلماني ټاکنو کي به د رايه ورکونکي په بايومټريک سيسټم کي ثبتېږي.

خو د ځينو بنسټونو سره لا هم اندېښنې سته چي د ټاکنو په ورځ به د بايومټريک سيسټم کارول ناشونی وي.

د افغانستان لوی ملي ايتلاف وايي، که چيري د ټاکنو خپلواک کمېسون د بايومټريک سيسټم په کارولو کي پاتي راسي دوی به خپلو مدني اعتراضونو ته دوام ورکړی او د غيرشفافو ټاکنو مخه به ارومرو نيسي.