کور / اقتصادي / په افغانستان کي د لومړي ځل لپاره په انلاين بڼه د برېښنا د لګښت د تحولېدو زمينه برابره شوه

په افغانستان کي د لومړي ځل لپاره په انلاين بڼه د برېښنا د لګښت د تحولېدو زمينه برابره شوه

په افغانستان کي د لومړي ځل لپاره د برښنا د لګښت پيسې د تحویلولو په برخه کې آنلاین بانکي خدمتونه (AZI-PAY) د افغانستان برښنا شرکت د عمومي اجرائیوي رئيس انجنیر امان الله غالب او د عزیزي بانک رئیس له خوا پرانیستل شو او په کار یې پیل وکړ.

ددې سیسټم پر بنسټ، د افغانستان برښنا شرکت هغه پیرودونکي چې په عزیزي بانک کې د پیسو اکاونټ ولري کولای شي د AZI-PAY اپلیکشن په کارولو سره د موبایل له لارې خپل د برښنا د لګښت پيسې عزیزي بانک ته له تلو پرته تحویل کړي.

ددې سیسټم د پرانیستلو په مراسمو کې ښاغلي غالب څرګنده کړه چې د افغانستان برښنا شرکت تل هڅه کوي چې د رڼو عوایدو د راټولو په موخه، پیرودونکو ته د برښنا د لګښت پيسې د ورکولو په خاطر لازمې آسانتیاوې برابرې کړي. د AZI-PAY سیسټم له هر ډول احتمالي پولي فساد، بانکي تیروتنو او پيرودونکو ته د مجرايي له ورکړې څخه مخنیوي کوي.

همدارنګه د محمد ابراهیم محب رهایشي او سوداګرۍ پروژې او د افغانستان نړیوال بانک مرکزي دفتر ته د برښنا انرژۍ د تامین تړون د ۱،۹۴۰،۶۶۷ امریکایي ډالرو په ارزښت د افغانستان برښنا شرکت او د پورته یادو شویو دوو پیرودونکو د با صلاحیته استازیو ترمنځ لاسلیک شو.

ددې تړون د لاسلیکولو موخه د ۱۵ میګاولټ امپیر په ظرفیت سره د افغانستان برښنا شرکت له لوري یادې پروژې او د افغانستان نړیوال بانک ته چې ددې پروژې په څنګ کې موقعیت لري د د وامدارې او ډاډ وړ برښنا چمتو کول دي.

له بله اړخه، د (Finger Print) د حاضرۍ سیستم چې د بشري منابعو ریاست د اړوند ټیم له لوري په لاره اچول شوې، نن د افغانستان برښنا شرکت کې پرانیستل شو چې د نظم او دسپلین د راوستو او د حاضرۍ د ډیټاګانو (معلوماتو) د منسجمولو په برخو کې به ډیرې آسانتیاوې رامنځ ته کړي.

د یادولو وړ ده چې د AZI-PAY سیسټم په پرانیست غونډه او د برښنا د تړون د لاسلیک کولو په مراسمو کې د عزیزي بانک، د محمد ابراهیم محب رهایشي او سوداګرۍ پروژې او د افغانستان نړیوال بانک استازو او د افغانستان برښنا شرکت ځینو اړوندو کارکوونکو ګډون درلود.