کور / شعر / که زه ونه ژاړم

که زه ونه ژاړم

————————-

که زه ونه ژاړم

نو زه به لکه یو مرغه یم

په قفس بند

چی نه الوتی شی

او نه سندري وایی

***

که زه ونه ژاړم

نو زه به لکه یو غر یم

د واورو ډک

په سوړ ژمی کی

چی نه ونه لری

او نه وحشی حیوانات

***

که زه ونه ژاړم

نو زه به لکه یو ډنډ یم

چی غواړی و بهیږی

لکه یو سیند

او بیا به لاړ شم او

او مځکي له ابو ډکي کړم

***

که زه ونه ژاړم

زه به لکه یوه ونه یم

چی نه پاڼي لری او نه میوه

نو زه باید وژاړم

او

له اوښکو سیند جوړ کړم

سمیع الله خالد سهاک

د سپتامبر ۲۴، ۲۰۱۸

مونتری ، کالیفورنیا