کور / خبرتیا او پيغامونه / د شهید ناصر مبارز دي خداى جنتونه په برخه کړي

د شهید ناصر مبارز دي خداى جنتونه په برخه کړي

په غمجن سوم😭!

د شهید ناصر مبارز دي خداى جنتونه په برخه کړي. و فاميل ته دي يې خداى صبر جميل ورکړي!

دغه وسله وال او د دغو وسله والو و شا ته وسله‌وال موږ پېږنو!

د وسله وال و شا ته وسله‌وال ته پښتون ټوله يو دى او يو شان يې د وژني سامان/بندوبست کوي! د وسله وال و شا ته وسله‌وال د پښتون په وژلو کي کوم کرښي توپير نه کوي. نو بيا موږ پښتانه هم بايد بې له کومي کرښي توپيره د پښتون د ژغورلو سامان/بندوبست وکړو. که په وژنه او جنازو کي لر او بر پښتون/افغان يو دى نو بيا په ژغورنه او ږغ پورته کولو کي موږ ولي يو نه سو يا ولي يو نه يو؟!

نور مو د خپلو ځوانو مبارزونو پښتنو د جنازو په پورته کولو اوښکي اوچي او وږې ستړي سوې. راسئ چي اوس د منظور پښتين پورته کړې چيغه و خاموشه کېدلو ته پرې نه ږدو. و دې څلوېشت کلن ناورين ته د پاى ټکى کښېښول په دې سرې پښتين خولۍ کي دى. د وسله وال و شا ته وسله‌وال د پښتنو د هر کلي هره کوڅه په وينو رنګ کړه، کړې ده او کوي به يې.

د سرې پښتين خولۍ تحريک (PTM) د انسان جوړ سوى تحريک نه دى. بلکې دا د پښتون د دې روان ناسور/ناورين يو فطري الهامي تشخیص دى چي د لوى څښتن لخوا څخه موږ ته رالېږل سوى دى. منظور خو يوه ذريعه سوه. کنې نو د وزيرستان څخه راوتلي 20 ځوانان څنګه په لسو ورځو کي دننه دننه د GHQ و مخ ته په زرګونو او بيا نن په لکونو پښتنو بدل سوه؟

د انسان و دې فاني دنيا ته راتلل او بيا له دې فاني دنيا نه تلل د خداى په لاس وي. خو چي خبره د پښتانه راسي، تاسي خوا مه بدوئ، ما ته خو دى ښکاري چي د پښتون و دې دنيا ته راتلل خو د الله په لاس دي خو د دې دنيا څخه بېرته تلل/وژل يې له دا څلوېښتو کلونو څخه مسلسل د وسله والو و شا ته د وسله‌والو په لاس دي!

که مو هغه د کوڅې د پښتو په استلاح “اوس لاس ايله کړه” بيا دي نو د نورو 70 کلونو جوتي غلامۍ او جوت قتال ته ملا وتړو!

له خداى څخه د شهيد ناصر مبارز و کورنۍ ته د صبر غوښتونکى،

منصور ترين.