کور / ترخې خبري / هېواد اوس وخت کې یو ښه رهبر ته اړتیا لري

هېواد اوس وخت کې یو ښه رهبر ته اړتیا لري

ليکنه: م . س

د یوه هېواد او ملت د پایښت راز په دې کې نغښتی چې حکومت یې څرنګه خلکو کې کار کوي او څرنګه ملت جوړونه کوي. د ملي یووالي حکومت په جوړېدو سره تمه دا وه چې هر څه ښه وي، ځکه دوه مخالف ټیمونه سره یو کیږي او حکومتداري کوي. په لومړیو کې انګېرنه دا وه چې هر څه به سم وي، خو ورو، ورو ارګ کې د واک د انحصار غږونه پورته شول، عبدالله شکایت وکړ، جنرال دوستم ور سره غبرګه کړه او دا غږونه د حکومت له لومړیو روان دي تر دې مهاله.

دلیل یو او ښکاره دی هغه هم د ولسمشر لخوا د واک ډېر انحصار، په یوه جګړه ځپلي هېواد کې لومړی اړتیا ده چې رغنیزې او د بیا رغاونې پروژې تطبیق شي، د خلکو د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره کار وشي، د خلکو په دسترخوان کې بدلون راشي او هغه هم مثبت بدلون، خو له بده مرغه چې داسې ونه شول او حالات ورو ورو له کنترول وځي، دا په دې خاطر چې واک له یوه سړي سره دی، نه ښه مشوره مني او نه هم داسې څه کوي چې خلک یې ترې غواړي او تمه یې لري.

د ولسمشر یوه لویه تېروتنه دا ده چې له بده مرغه ځان هر کاره ګڼي او نه غواړي  چې نور ورته د چارو د تنظیم سپارښتنه ورکړي. محمد حنیف اتمر په ملي یووالي حکومت کې د چارو د ښه تنظیم  کدر و. اتمر د سولې هڅې یوې نتیجې ته ورسولې، د حزب اسلامي له رهبر سره یې د سولې خبرو هڅو رنګ راووړ، له طالبانو سره یې هم د سولې خبرو ته ښه اساس کېښود. اتمر پوهېده  چې د سولې بهیر باید څه ډول پر مخ ولاړ شي، کوم هېوادونه په کې را ګډ شي. نوموړي په سیاست کې خپل تور ویښتان سپین کړي دي، او له هر چا سره که د هېواد په هر ځای کې کینې تا ته به ونه وایي چې اتمر کمزوری مدیر دی. ولسمشر غني ته په کار وه چې د ښې حکومت داري د ژمنو د تطبیق لپاره یې نوموړی ځان سره څنګ کې نیولی وای. د ملي امنیت د شورا د سلاکار په توګه یې د ده هر معقول وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړی وای. اتمر غواړي د ځواکمنو هېوادونو په ګټو کې د خپل هېواد ګټې ولټوي، او دا یې یو ښه مهارت دی. هغه په حکومت کې له داسې کسانو سره جوړ نه دی چې هم حکومتي  مسوول وي او هم د اپوزیسون رول پر مخ یوسي.

د ملي یووالي حکومت د مشر محمد اشرف غني یوه تېروتنه دا ده چې پر ځان له حده زیاته اتکا او باور لري او که وایئ چې داسې نه ده، نو اوس به یې خوا کې هومره کسان چې را ټول شوي وو، ترې نه وو تللي. نړۍ کې دا یوه قاعده ده چې تر ټاکنو مخکې باید ټاکنیزې مندې ترړې وشي،  دې لړ کې د یو لړ ژمنو خبره کیږي خو دا ژمنې باید عملي جامې په تن کړي. د ملي یووالي حکومت د مشرانو په ځانګړې توګه محمد اشرف غني ژمنو خلک باوري کړي وو، دوي فکر کاوه چې د نړۍ دوهم مفکر یې چارې تنظیموي او ممکن کارونه سم پر مخ ولاړ شي خو داسې ونه شول، ځکه هر څه د ژمنو خلاف تر سره شول. د اوبو د مدیریت ژمنې ورکړل شوې، خو نه د اوبو کوم بند جوړ شو او نه هم دې برخه کې عملي ګامونه پورته شول، یواځې دومره وشول چې حساسیستونه زیات شول او دې کې مو ډېر تاوان وکړ. بهرني سیاست کې پنځه کړۍ چې د لوړې  په مهال بیان شوي وو، له بده مرغه منظم تعقیب نه شول. ولسمشر ته په کار ده چې دې برخه کې ډېره پاملرنه وکړي، د روسیې او نورو ځواکمنو هېوادونو باور باید حاصل شي، او داسې ونه ښودل شي چې کابل کې یو داسې حکومت  دی چې د امریکا هرې اشارې ته نڅیږي. د مسکو هره هغه کړنه دې تایید شي چې د سولې او پخلاینې په لار کې کيږي، مونږ له امریکا پرته سیمه کې هم اړتیا لرو چې ښې اړیکې جوړې کړو، یواځې هند بسنه نه کوي، د پنځو کړیو ترتیب کړې بهرنۍ پالیسي باید منظمه تطبیق شی.

د هر رهبر د بریالیتوب راز په دې کې دی چې لږ خبرې وکړي خو کار یې ډېر وي، دومره کار چې نور ورته ګوته په غاښ شي، ټاکنیز ټیم یې باید ور سره د حکومت تر پایه ملګرتیا ولري، او که حکومت کې شامل هم نه وي خو په کړنو یې نارضایت ونه لري.

دا مهال اړتیا ده چې خلک راتلوونکې ته فکر وکړي، کال ته د ولسمشرۍ ټاکنې کیږي او د یوه داسې رهبر په لټه کې دې ووسي، چې هم ځان جوړ کړي، هم خلک او هم هېواد. زمونږ هېواد اوس داسې یوه رهبر ته اړتیا لري چې له نړیوالوپه تېره بیا امریکا سره د ښو اړیکو تر څنګ له سیمې او ګاونډیو سره هم ښې اړیکې ولري.