کور / راپور / د ننګرهار پوهنتون دوه نيم زره کاري ماهرين روزلي دي

د ننګرهار پوهنتون دوه نيم زره کاري ماهرين روزلي دي

 د ننګرهار پوهنتون کارموندنې مرکز نږدې دوه نيم زره تنه محصلان  د کاري
مهارتونو، انټرنشيپ او کمپيوټر په برخه کې روزلي دي

د پوهنتون د مسؤلينو په وينا، نوموړى مرکز درې کاله وړاندې د پوهنتونونو
د ملاتړ او بشري ځواک پرمختګ پروګرام (USWDP) له خوا جوړ او تر اوسه د
يادې ادارې له خوا اداره کېده، چې نن ورځ رسماً د پوهنتون ادارې ته
وسپارل شو.

د افغانستان د پوهنتونونو د ملاتړ او بشري ځواک پرمختګ پروګرام مسول
حميدالله عرفان د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال او سرپرست پوهاند
ډاکتر ناصر خان کامه وال سره د ليدنې پر مهال د نوموړي مرکز پر فعاليتونو
او درې کلن کاري بهير رڼا واچوله.

ښاغلي عرفان وويل: د ننګرهار پوهنتون کارموندنې مرکز په تېرو دريوو کلونو
کې د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو د څلورمو ټولګيو نږدې دوه نيم
زره تنه محصلان د کاري مهارتونو، انټرنشيپ او کمپيوټر په برخه کې روزلي
دي.

نوموړي وويل: چې له دې ډلې زياترو يې دندې موندلي او دمګړۍ په ښو
پوزيشنونو کار کوي.

هغه زياته کړه: دا چې اوس نوموړى مرکز د ننګرهار پوهنتون ادارې ته سپارل
کېږي، د روزنې ياده لړۍ بايد دوام پيدا کړي او د کارموندنې مرکز فعال
وساتل شي.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال او سرپرست پوهاند ډاکتر ناصر خان
کامه وال ښاغلي عرفان ته ډاډ ورکړ، چې د پوهنتون ادارې په شته امکاناتو
به نوموړى مرکز د پخوا په څېر فعال وساتي.

ورپسې ښاغلي عرفان د ياد مرکز سند رسماً د پوهنتون سرپرست پوهاند کامه
وال ته وسپاره.

په ننګرهار پوهنتون کې د دي مرکز ترڅنګ د نګلیسې ژبي او کمپوټر زده کړي
دوه جلا مرکزونه هم شتون لري چې له تیرو څو کالونو فعالیت ترسره کوي .