کور / سياسي / د سولې پروسه/ ډاکټر فاروق اعظم

د سولې پروسه/ ډاکټر فاروق اعظم

ليکنه: سردار محمد همدرد

په دې وروستیو کې د سولې په اړه نوې خبرې را پیل سوې دي. په مکه اعظمه او مدینه منوره کې د افغانستان د جګړې په اړه فتواه، په اندونزیا او تاشکند کې د افغان سولې په اړه ناستې، په تېر کوچني اختر کې اوربند، د سولې په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني قاطع اراده او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار راتګ هغه څه دي چې د سولې په اړه یې نوې هیلې پیدا کړې دي.

د افغان حکومت د ارادې ترڅنګ نړیواله ټولنه او په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالات د افغانستان د سولې په اړه ډېر واضیح دريځ لري چې یو لړ هڅې یې هم پیل کړې دي. په دې وروستیو کې د ښاغلي خلیلزاد ټاکنه د افغانستان په اړه ښه اقدام دی. ښاغلي خلیلزاد تل د افغانستان په سوله کې د پاکستان دوه مخی نیت څرګند کړی دی. نوموړي خپل سفر له پاکستان څخه را پیل او له دې وروسته په اماراتو کې له طالب مشرانو سره یې ناستې هغه څه دي چې د سولې په اړه سړي ته نوې هیلې ورکولای سي.

د دې تر څنګ په دې وروستیو کې روسیې هم له وسلوالو طالبانو سره اړیکې ټینګې کړې دي. څه موده مخکې د طالبانو په ګدون روسیې اعلان وکړ چې د افغان طالبانو او سولې په اړه به غونډه جوړوي چې په دې سره افغان حکومت غبرګون وښود، خو هغوی په دې اړه بې خبري وښوده. روسیې په غونډه کې د نه ګډون په وجه هغه ناسته وځنډوله. داسې ویل کیږي چې په نږدې ورځو کې به د افغانستان د حکومت د استازو په شمول هلته ناسته کیږي.

حالاتو ته په کتو سره د دوامدارې سولې په اړه یو ډېر لازم فرصت دی. اوس زمونږ حکومت او سیاسي مشرانو ته په کار ده چې له دې فرصت څخه سمه ګټه پورته کړي. که دا کار ونه کړي، له تاریخي پېغور او بې پروايۍ سره به مخامخ سي.

اصلي خبره مې د ډاکټر صاحب فاروق اعظم کوله. نوموړی د افغانستان په سوله کې ډېر مهم شخصیت دی. هغه په دې برخه کې نړیواله تجربه هم لري. زه پر خپلو مشرانو او حکومت ژغ کوم چې په هېواد کې دې د سولې څو تنه نور خواخوږي هم پیدا او د هغوی له مشورو څخه دې ګټه واخلي.

د سولې شوری ترڅنګ دې د سولې یوه بله ملي اجماع را منځ ته کړي، ځکه چې سوله په هر ډول قربانیو ارزي. ټول افغانان که هغه طالبان دي او که حکومت، دې پایلې ته رسېدلي دي چې جګړه د حل لاره نه ده. په جګړې نه طالبان او نه حکومت موخې ته رسېدلی سي. نړیوالې ټولنې ته هم په کار ده چې د افغانستان سوله بین الافغاني اړخ ته پرېږدي. که په دې سوله کې هر ډول خود غرضي او یا د پردې شاته د هر هېواد ناروا اغراض نغښتي وو، بیا هم سوله نتیجه نه لري.

مخکې مې د نړیوالې ټولنې د نیت خبره وکړه، اوس زمونږ او حکومت هم دې پایلې ته رسېدلی دی چې جګړه د حل لاره نه ده، ځکه چې د افغانستان جګړه د افغانانو تر منځ ده. که جګړه له پردي سره وي، د هغې په وړاندې مبارزه کېدلای سي، خو د افغان پر افغان باندې جګړه هېڅکله پای نه مومي. دا په دې وجه چې دا د دې وطن طبعیت دی. هېڅ یو افغان بل افغان ته سر نه ټیټوي.

بیا هم د هېواد په مشرانو ژغ کوم چې اوسني فرصتونه له لاسه مه ورکوئ. په افغانستان کې د سولې د بریالیتوب لپاره تر ډېرو شیانو تېر سئ. د دې وطن مظلوم ولس هره ورځ د سولې سولې نارې وهي.

په درنښت!

۱۳۰۷/تله/۳