کور / راپور / عاطف مشعل په اسلام اباد کي افغان سفير ټاکل سوی دی

عاطف مشعل په اسلام اباد کي افغان سفير ټاکل سوی دی

د راپورونو له مخي ويل کېږي چي د کرکيټ بورډ مخکنی مشر شکرالله عاطف مشعل په اسلام اباد کي د عمر زاخيلوال پر ځای د سفير په دنده ګومارل سوی دی.

خو په دې هکله تراوسه د حکومت له لوري رسمي پخلی نه دی سوی.

عاطف مشعل دوې اوونۍ وړاندي د افغان کرکيټ بورډ له مشرتابه استعفاء ورکړه او پرځای ئې عزيزالله فضلي د کرکيټ بورډ مشر وټاکل سو.

د عاطف مشعل په هکله ويل کېدل، چي نوموړي ته به په حکومت دننه کي بله دنده ورکړل سي.

څه موده وړاندي په اسلام اباد کي افغان سفير حضرت عمر زاخيلوال خپله استعفاء اعلان کړه، خو استعفا ئې ونه منل سوه او پر خپله دنده پاته سو.

د ښاغلي مشعل د نوي دندي په هکله تر اوسه رسماً څه نه دي ویل سوي .