کور / راپور / د سولي عالي شوار: د سولي په تړاو دي د پاکستان حکومت او علماء خپلي کړي ژمني پوره کړي

د سولي عالي شوار: د سولي په تړاو دي د پاکستان حکومت او علماء خپلي کړي ژمني پوره کړي

د افغانستان د سولي عالي شورا وايي، چي د پاکستان نوی حکومت او دهغه هيوادعلماء په افغانستان کي د سولي په تړاو مهم رول لوبولای سي.

د سولي د شورا وياند احسان طاهري وايي، پاکستان چي د سولي په تراو کومي ژمني زموږ او د نړيوالي ټولني سره کړي دي بايد د عملي کولو لپاره ئې ګامونه واخلي.

ښاغلی طاهري وايي، دافغانستان دسولي پروسه  دنړیوالي ټولني له ملاتړ څخه برخمنه ده،  موږ په دې پروسه کي دپاکستان ملاتړ ته هم جدي اړتیا لرو، موږ هیله مند یو چي دپاکستان نوی حکومت هغه ژمني چي  دسولې د پروسي په تړاو ئې کړي دي د عملي کولو لپاره ئې ګامونه اوچت کړي.

دا پر داسي مهال ده چي د جمعې په ورځ دافغانستان دعلماوو شورا ۷ کسیزوپلاوی په درې ورځني سفر اسلام اباد ته رسېدلی دی او هلته به د پاکستاني علماوو سره د افغانستان د سولي په هکله مجلسونه ولري.

د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهري وايي،دغه پلاوي به دپاکستان له حکومتي چارواکو او همداراز دهغه هیواد  د علماوو سره ليده کاته ولري او د افغانستان اوپاکستان د دیني علماوو ترمنځ په اسلام اباد کپ د ګډي غونډي دجوړیدو پرڅرنګوالي خبرې وکړي، تر څو د راتلونکي غونډي لپاره اجنډا او وخت وټاکل سي.

احسان طاهري زياتوي، د سولي د عالي شورا په مرسته د مولوي عطاء الله لودين په مشرۍ به دا پلاوی د پاکستان د علماوو او چارواکو سره وګوري، ترڅو په اسلام اباد کي د افغان او پاکستاني علماوو د جوړېدونکي غونډي په هکله د هغوی سره هوکړي ته ورسېږي. وروسته به د افغان او پاکستاني علماوو په ګډه غونډه کي د افغانستان سوله د اسلام له نظره تربحث لاندي ونيول سي او د اسلام اباد له غونډي وروسته به دوهمه غونډه په کابل کي ترسره سي.

د سولي عالي شورا وايي، که چيري پاکستاني علماء د افغان علماوو سره په ګډه د افغانستان د سولي پروسه د دين له اړخه وڅېړي مثبته پايله به ولري.

بل لور ته طالبانو په يوه اعلاميه کي له پاکستاني او افغان علماوو غوښتي دي چي له هغه غونډي له جوړولو دي ډډه وکړي چي تمه ده په اسلام اباد کي د افغان سولي په تړاو دائره سي.