کور / #PTM / په اروپا کي د پښتون ژغورني غورځنګ دوه ورځنی کنفرانس پيل سوی دی.

په اروپا کي د پښتون ژغورني غورځنګ دوه ورځنی کنفرانس پيل سوی دی.

د پښتون ژغورني غورځنګ پا پي ټي ايم د اروپايي هيوادونو استازو د بلجيم په پلازمېنه بروسلز کي دوه ورځنی کنفرانس راپيل کړی دی، چي په  اروپا کي به د پښتون ژغورني غورځنګ پر تنظیمي جوړښت او یو شمېر نورو مسالو خبري اتري ولري.

دا کنفرانس چي پرون د سپټمبر پر ۲۹ راپيل سوی دی نن به هم دوام ولري .

په دې کنفرانس کي به د اروپايي هيوادونو لپاره د پي ټي ايم سکرټر او ددې تنظيم سمبالونکی د خپلو فعاليتونو او لاسته راوړنو په هکله به د غونډي برخوالو ته مالومات ورکوي.​

تمه ده په دې غونډه کي به د اروپا په کچه د پښتون ژغورني غورځنګ د راتلونکو پروګرامونو او  د پېغام رسوني پر کمېټه جوړولو هم بحث وسي او په سيمه کي د ټولنيزو رسنيو د فعاليت او د پي ټي ايم د پېغام رسولو اړوند هم څيړنيز بحثونه کېږي.

په دې کنفرانس کي به ګډونوال د پښتنو د حالاتو په هکله مقالې هم واوروي او د پښتنو پر غوښتنو به هم رڼا واچوي.

د مهالوېش له مخي به د غونډي وروسته په اروپا کي د پښتون ژغورني غورځنګ غړي او ملاتړي سره راټولېږي او د اروپايي کمېسون مخي ته به د پښتون ژغورني غورځنګ په ملاتړ لاريون کوي. او د ياد غورځنګ د نيول سويو کسانو د خوشي کېدو په تړاو به احتجاجي ناسته ولري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي،چي دی به د پښتنو پر مسایلو جوړي سوې دې غونډې ته وینا کوي.