کور / سياسي / که تلی نه شې په شا به دې کړم؛خو چې خوړلی یې نه شې څه وکړم

که تلی نه شې په شا به دې کړم؛خو چې خوړلی یې نه شې څه وکړم

ليکنه:م. س

د ملي یووالي حکومت دا مهال له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخامخ دی. کورنۍ لانجې ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې دي. په داسې حال کې چې د ولسي جرګې ټاکنو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، ټاکنیز کمېسیونونه خپلو کې همغږي نه لري. په اقتصادي برخه کې هم اوضاع خرابه ده، که له هر چا څخه د ورځني ژوند د پرمخ بیولو په څرنګوالي پوښتنه کوې، شکایتونه اورې، بې کاري اوج ته رسېدلې، حال دا چې د کابینې سکتوري وزارتونو وروستیو شاوخوا څلورو کلونو کې د خپلو پراختیایي بودجو له نیمایي کمه برخه مصرف کړې ده. داسې نه ده چې افغانستان کې ظرفیت شتون نه لري، ظرفیتونه شته خو کار ته نه پرېښودل کیږي.

اقتصادي حالت ډېر مخ په ځوړ روان دی، او که همداسې دوام وکړي، خلک به لا ډېر له ستونزو سره مخامخ شي. د ملي یووالي په حکومت کې خپلمنځي ناندرۍ ډېرې زیاتې دي، دهمدې ناسم سیاست پایله وه، چې د حنیف اتمر په څېر کس دنده پرېښوده. اتمر د افغانستان بریالۍ سیاسي څېره وه او په کار نه وه چې له حکومت سره په داسې یوه وضعیت کې مخه ښه وکړي. ولسمشر غني چې په ښو خبرو او غوړو ژمنو یې د خلکو رایې خپلې کړې، او د اتمر په ګډون یې ډېر بریالي کسان پر ځان را ټول کړل، د هر اړخیزو سمونونو ژمنې وکړې، خلکو هم باور درلود چې غني یې کولی شي، د دوي انګېرنه دا وه چې نوموړی د نړیوال بانک تکړه مدیر و، او کولی شي، اقتصادي حالت نور هم ښه کړي خو داسې ونه شول، ځکه د یوه هېواد اداره کول جلا خبره ده او په یوه نړیوال بنسټ کې دنده اجرا کول دومره سخت کار نه دی، هلته سیستم جوړ دی، هر څه عیار شوي او که یو څوک وغواړي او یا ونه غواړي چارې ښې پر مخ ځي.

د ولسمشر غني یوه ستره نیمګړتیا دا ده چې د چارو په تنظیم کې د نورو اوري خو مني یې نه، پرېکړې دی کوي او هره پرېکړه یې په اصولي پایو ولاړه نه وي، د امنیتي او کشفي ادارو په چارو کې یې ډېرې لاسوهنې وکړې، داسې کسان یې د مسوولینو په توګه وګمارل چې اصلن نه پوهیږي. د ده ژمنه دا وه چې منظم کاري ټیم جوړوي، خو داسې ونه شول. د خلکو په دسترخوان کې بدلون د هغه بله ټاکنیزه ژمنه وه، په رښتیا هم بدلون راغی خو کاشکې دا بدلون مثبت وای نه منفي.

ولسمشر ویل چې سهامي شرکت نه جوړوي، خو د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر جان کېرې چې د ملي یووالي حکومت د جوړونکي په توګه یادیږي، وروستیو کې یوه کتاب کې خپل خاطرات لیکلي. هغه وایي، د ملي یووالي حکومت جوړونکی دی نه بلکې خپله اشرف غني و، او هغه وویل چې عبدالله دې د اجرایي رییس په توګه وګمارل شي. د محمد اشرف غني د ټاکنیز شعار بر خلاف  سهامي حکومت جوړ شو، د ملي یووالي حکومت په نامه. ولسمشر په دې کار سره ډېر کسان له ځان خپه کړل، خو اتمر یې تر څنګ ودرېد او هڅه یې وکړه چې نوموړی د بریالیتوب په لور وخوځوي، خو  ولسمشر کې بریا ته د رسېدو لپاره اصلن انګېزه موجوده نه ده. پښتو کې یو  متل دی چې وایي، که  تلی نه شې زه به دې یوسم خو چې خوړئ یې نه شې څه وکړم. د غني په هکله همدا خبره سل په سلو کې صدق کوي.

د ملي یووالي حکومت اساس په باج ورکولو پیل شو، څه موده کراري وه، د عبدالله غالمغال پورته شو، د واک د انحصار خبرې وشوې، ورپسې نورو لکه دوستم، محقق او ډېرو نورو کسانو ورته دريځ ونیوه، د ولسمشر په توګه غني ته نه و په کار چې نړیوالو غونډو ته داسې ولاړ شي چې یوې خوا ته دی او بلې خوا ته عبدالله د نړۍ له یوه مشر سره خبري ناستې ته ولاړ وي. په یوه جنرال دې د مېړانې مډالونه دواړه ټومبي. اتمر او چا چې د خپلو زړه په وینو غني ولسمشرۍ ته ورساوه، دا نه غوښتل او لا نه غواړي خو دا غني دی چې د واک ساتنې لپاره هر ډول معاملې ته غاړه ږدي.

له واکه د عطامحمد نور د لرې کولو پرېکړه یې څومره خندوونکې وه،  تر شاوخوا یوې میاشتې هره ورځ ولسمشر او اجرایي رییس دواړو ته سپکې سپورې او ښکنځلې، دا ټول د ملي یووالي د کمزوري حکومت پایله وه، اتمر له هماغې لومړۍ ورځې د داسې یوه حکومت د جوړېدو مخالف و، خو چې داسې وشول، باید نور ولسمشر ځان ثابت کړی وای، په قاطعیت یې چلند کړی وای، عطا محمد نور ته باج ورکول څه ډول حالات را منځته کړل، آیا اوضاع ښه شوه؟

آریانا نیوز سره مرکه کې چې ټاکل شوې د چهارشنبې په ورځ په بشپړ ډول خپره شي، نور حېرانوونکې خبرې کړي دي، عطا محمد نور ویلي چې دی د امریکا او هغو په  مشورو له دندې لرې شو چې افغانستان کې فرمانونه ورکوي، هغه د مرکې په یوه بل ځای کې وايي، که نړیوال او امریکا ورته ووایي چې نور افغانستان کې کار نه لري، درې ورځو کې به ارګ ونیسي او په وینا یې دی نظام الدین قیصاري نه دی چې څوک یې لاس تړلی کابل ته راولي، خپله خبره  یې ده چې د چا پلار دا کار نه شي کولی.

وایي مار دې لنډی کړ مړ دې نه کړ، که عطا محمد نور ته باج نه وای ورکړل شوی، د مرکزي حکومت پرېکړه پرې تطبیق شوې وای، اوس به یې داسې اوتې بوتې نه ویشتلې. خلک  تمه نه لري چې ولسمشر یې ډارن وي، ډارن رهبر هېواد د بدمرغیو کندې ته غورځوي. اوس سترګې هغه چا ته اوړي چې دا  ګډوډ وضعیت مدیریت کړي، انګېرنې ډول ډول دي، خو په زیاترو مجلسونو کې د اتمر خبره کیږي، که نوموړی ځان ولسمشرۍ ته کاندید کړي، خلک به ورته په ډېر ورین تندي رایې ورکړي، اتمر کولی شي یو ښه رهبر شي، د یوه ښه رهبر ځانګړتیاوې په کې ډېرې دي، او خلک دې د  ولسمشرۍ په ټاکنو کې قوم، سمت، او ژبه یوې خوا ته کړي، یو داسې سړی دي غوره کړي چې خلک ر ټول کړي. وایي سل دې ومره خو یو دې نه. بل ځای کې وایي چې یو سرکولی شي سل سره وساتي خو سل سره نه شي کولی یو سر وساتي. اتمر هم همداسې یوه ککره ده چې کولی شي، هر څه تنظیم کړي.

پای