کور / راپور / په کندهار کي اتلس تنو د زراعت په برخه کي ماسټري سندونه ترلاسه کړل

په کندهار کي اتلس تنو د زراعت په برخه کي ماسټري سندونه ترلاسه کړل

پرون په کندهار ولايت کي  د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون  د اګرانومي په برخه کي د ماسټرۍ په کچه له زده کړو فارغ سول.

ياد فارغين په زراعت کي د  اګرانومي  رشتې د دویمي دورې فارغین دي، چي د یکشنبې په ورځ ورته په دغه پوهنتون کي د فراغت مراسم نیول سوي وه .

په غونډه کي د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب، د انستو( د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون )   او کندهار پوهنتون رئیسانو، دهندوستان جنرال کونسل، دهمدې پوهنتون استادانو، فارغینو او محصلینو برخه اخیستې وه .

په دغه فراغت غونډه کي د یاد پوهنتون رئیس دوکتور خان محمد احمدزي وویل : ۱۸ تنه ځوان کادرونه يې د اګرانومۍ په برخه کي روزلي او هغوئ هوډ کړی، چي د زراعت په برخه کي به هیواد او خلکو ته خدمت کوي، د هغه په خبره دغه پوهنتون په کال ( ۱۳۹۲ ) کي د هندوستان په مالي همکارۍ جوړ سوی او دامهال پکښي څلور رشتې فعاله دي .

د کندهار مرستیال والي عبدالحنان منیب په دغه فراغت غوڼده کي د ولایتي اداری په استازیتوب  ګډون کړی وو، لومړی يې  فارغینو ته مبارکي وویل او له هغوی څخه ئې وغوښتل، چي د زراعت دپیاوړتیا لپاره په راتلونکي کي زیاتي هلي ځلي وکړي .

هغه وویل : که د دغه پوهنتون فارغین او استادان د زراعت ریاست سره په همکارۍ د کرونده ګرو د پوهاوي او زراعتي ستونزو د حل په موخه کار وکړي د سیمي زراعت به پیاوړي او د خلکو اقتصاد به وده وکړي .

ښاغلي منیب د هند له دوامداره همکاريو مننه وکړه او ترڅنګ يې د ولایتي ادارې له اړخه اړوند مسؤلینو ته د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ .

د کندهار پوهنتون رئیس حضرت میر توتاخیل بیا وویل : کندهار یو زراعتي ولایت دی او له فارغینو ئې وغوښتل، چي د همدې لاري دي خاوري او خلکو ته په اخلاص سره خدمت وکړي .

نوموړي زیاته کړه : ولایتي اداره او اړوند مسؤلین هڅه کوي، چي د دغه پوهنتون دپیاوړتیا ترڅنګ راتلونکو کلونو کي د هیواد په اړینو ولایتونو کي د دغه پوهنتون څانګي د ځوانو کاردونو د روزني په موخه پرانیزي .

 

په کندهار کي د هند جنرال کونسل مدان سینګ بنډاري په تکرار سره د هر ډول همکاریو ډاډ څرګند کړ او په خبره ئې ویاړي، چي د افغان دولت سره په ګډه د افغان ځوان کادرونو ته روزنه کوي .

دپرورګرام په وروسیتو کي فارغینو ته د مشرانو په لاسونو فراغت لیکونه ورکړل سوه او هغوی ته په چارو کي د بریالیتوب ترڅنګ د خاوري او خلکو د خدمت غوښتنه هم وسوه .