کور / راپور / په کندهار کي د نري رنځ ( توبرکلوز ) ناروغۍ د درملني په موخه شل بستريز روغتون جوړېږي

په کندهار کي د نري رنځ ( توبرکلوز ) ناروغۍ د درملني په موخه شل بستريز روغتون جوړېږي

د يکشنبې په ورځ په  کندهار کي د بې پولي ډاکټرانو يا ( ايم ايس ايف)  په مرسته د نري رنځ ( توبرکلوز ) د ناروغۍ د مخنيوي په موخه د يوه ۲۵ بستريز روغتون د بنسټ ډبره کښېښول سوه .

په دغه مراسمو  کي چي د کندهار والي زلمي ويسا،  د بې پولي ډاکټرانو مرستندويه ادارې مسؤولينو او ګڼ شمېر ډاکټرانو ګډون کړی وو، د ياد روغتون د اهميت او ارزښت ترڅنګ له بې پولي ډاکټرانو  څخه ځانګړې مننه  وسوه چي په کندهار کي ئې د خپلو مرستو په لړ کي ددا ډول روغتيايي بنسټونو اساسات ايښي دي.

په دې مراسمو کي د کندهار د عامي روغتيا رياست رئيس ډاکټر عبدالقيوم پخلا وويل : “ډېر د خوښۍ ځای دی چي د ۵ کلونو هلوځلو وروسته ولايتي اداره پدې وتوانېدل چي د نري رنځ ( توبرکلوز ) د ناروغۍ د مخنيوي په موخه د بې پولي ډاکترانو د مرستندويه ادارې په مرسته په کندهار ښار کي د ۲۵ بستريزه روغتون د بنسټ ډبره ايښوول کېږي .”

 ښاغلي پخلا زياته کړه، چي  د دغه روغتون ودانۍ به د يوه کال په جريان کي د ( ۲،۱ ميليونه ) يورو په ارزښت په بشپړ ډول جوړه سي، د هغه په خبره د دغه روغتون په جوړېدو سره به د دغي خطرناکي ناروغۍ څخه تر ډېره حده مخنيوی وسي .

کندهاروالي تورن جنرال زلمي ويسا هم د دغه اساسي ګام چي د روغتيا په برخه کي اخيستل سوی ستاينه وکړه.

ښاغلي ويسا د بې پولي ډاکټرانو د ادارې له مسؤلينو څخه ځانګړې مننه وکړه چي په کندهار ولايت کي ئې د دا ډول اساسي پروژې رغونه پيل کړه.

تمه ده د دغه روغتون په جوړېدو سره به د دغه خطرناکي ناروغۍ کچه راټيټه سي او په ښه ډول سره به د ناروغانو تداوي پکښي کېږي .

کندهاروالي د امنيت او پوهني ترڅنګ روغتيا هم اړينه وبلل او ويې ويل چي ولايتي اداره به د دغه برخي په پياوړتيا کي کوټلي ګامونه پورته کوي، نوموړي د ولايتي ادارې په استازيتوب د ټولو ډاکټرانو هڅي وستايلې چي د خپل ولس لپاره يې په کمو امکاناتو ترسره کړي دي .

د بې پولي ډاکټرانو ادارې مسؤل ( آلن دي لاروسا ) وويل : ” موږ له ولايتي ادارې څخه د دغه پروژې سره د همکارۍ په خاطر منندوي يو، هغه وويل د دغه روغتون په بشپړېدو سره به په دغه ناروغۍ اخته مريضان وکولای سي چي ډېر ښه او وړيا روغتيايي خدمتونه ترلاسه کړي او نوموړی روغتون به په دغه مريضيو د اخته کسانو لپاره ښه رول ولوبوي” .

افغانستان يو له هغه هيوادونو څخه دی چي د نري رنځ يا توبرکلوز ناروغي پکي زياته ده او د مخنيوي لپاره ئې کورنۍ او نړيوالي طبي مرستندويه ادارې هڅي کوي، چي يوه هم پکي د بې پولي ډاکټرانو يا  اداره ده چي په دې برخه کي ئې زياتي مرستي کړي دي.