کور / راپور / هندي پوځيانو د پاکستان د کشمير د اعلی وزير پر چورلکه ډزي کړي دي

هندي پوځيانو د پاکستان د کشمير د اعلی وزير پر چورلکه ډزي کړي دي

د پاکستاني کشمير د وزیراعظم راجه فاروق حېدر په هيلي کاپټر د لاين اف کنټرول سره هندي پوځ ډزې کړي خو په ډزو کې نوموړی او هيلي کاپټر بچ پاتې شوي دي.

په کشمير کي د هند – پاکستان پر پوله هندي ځواکونو  د سيمي د لومړی وزير راجه فاروق حيدر پرچورلکي ډزي کړي دي، خو چاته پکي زيان نه دی رسېدلی.

راجه فاروق ويلي دي چي دی په شخصي چورلکه کي د کوټ سيمي ته روان چي د هند سره پولي ته څېرمه په عباس پور علاقه کي د پولي له ها غاړي ورباندي هندي پوځيانو ډزي کړي دي، خو چا ته پکي زيان نه دی رسېدلی.

پاکستاني چارواکي وايي، چي ياده چورلکه د پاکستان په فضايي حريم کي وه او هندي ځواکونو ناقانونه ډزي کړي دي.

 خو د سيمي خلګ او هندي چارواکي وايي، چي الوتکه د هند فضايي حريم ته اوښتې وه چي دوی ورباندي بريد وکړ.

هندي چارواکي وايي، چي پوله ساتو سرتېرو په وړه وسله ډزې کړي تر څو چورلکي ته خبرداری ورکړی او له هند له حدودو ووځي.

د پاکستان او هند پر پوله له لسيزو راهيسي شخړي رامنځ ته کېږي او کله کله هندي ځواکونه د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د پولي پوري غاړه د پاکستان په خاوره کي هم عمليات کوي.