کور / راپور / په کندهار ښار کي ځينو کانديدانو له کمپاين څخه خلګ په شکايت دي

په کندهار ښار کي ځينو کانديدانو له کمپاين څخه خلګ په شکايت دي

د کندهار ښار په ځينو برخو کي د ولسي جرګې د ځينو نوماندانو پوسټرونه او لېبلونه پر ټولګټو او شخصي ملکيتي لوحو او ديوالونو لګول سوي دي، چي له يوې خوا ئې د ښار ښکلا پيکه کړې ده او له بلي خوا  د خلګو پر شخصي ملکيتونو تېری بلل کېږي.

له تېري جمعې ورځي څخه د کانديدانو د کمپاين لړۍ رسما پيل سوه، چي له دې سره په ښار کي د نوماندانو عکسونه او شعارونه پرېمانه لېدل کېږي.

په ښار کي هره کوڅه، بازار او مارکېټ د نوماندانو په پوسټرانو پوښلي دي.

د کندهار ښار اوسېدونکي له هغه کمپاينرانو څخه په شکايت دي چي په پوسټرونو او عکسونو ئې د ښار انځور خراب کړی دی او په ډېرو ځايونو کي ئې د خلګو پر شخصي ملکيتونو تېری کړی دی.

د کندهار ښاريان له نوماندانو څخه غوښتنه کوي چي خپلو کمپاينرانو ته د ښاري فرهنګ،  چاپريال ساتني، نظافت او د خلګو د حقوقو په هکله پوهاوی ورکړي، چي له يوې خوا به ښار پاک ساتل سوی وي او له بل لوري به د کانديدانو د فرهنګي کلتور په هکله  خلګ وپوهېږي.
له دې وړاندي د کندهار ښاروالي اعلان کړی وو چي د ښار په مشخصو ځايونو کي کانديدان خپل د کمپاين پوسټرونه او عکسونه ځوړندولای سي او له مشخصو ځايونو پرته عکسونه، ليبلان او پوسټرونه ځوړندول قانوني جرم دی.

خو داسي مالومېږي چي لا هم ولسي جرګې ته ولاړ ځينو کانديدانو د کمپاين کولو اصول نه دي مراعت کړي.