کور / سياسي / افغانانان یو فوق العاده عقل ژغورلای سي

افغانانان یو فوق العاده عقل ژغورلای سي

دیر امد خوش امد

د ميرويس سمون بارګزي ليکنه

افغانانان یو فوق العاده عقل ژغورلای سي.
مجید قرار ته په سفارت کي یو شمالي ټلوالیوال غپلي ول. خو مجید قرار ګرېوان په لاس نه وو کړی؛ هوښیاري یې کړې وله. په پشتنو ډیپلوماټانو کي دا لمړی هوښیار ډیپلوماټ وینم.
بیا نو مجید قرار پر مېډیا بغاري چغاري شروع کړلې؛ چه افغانستان د ګوتو وزي. د افغانستان په سرمایه د افغانستان بربادي روانه ده. خو په عین حال کي مجید قرار بیا هم محافظه کاره روان وو. هغوني عکس العمل یې وښوی لکه د ده ګرېوان ته چي یو لنډغر لاس ور اچولی وو. که څه هم مجید قرار په خبرو کي دا و ویل چی دا د ټول افغانستان مسئله ده. مګر د قرار عکس العمل د افغانستان د ژغورلو په سطحه نه وو. د مجید قرار سویه همدونه ده. هغه وخت چي امرالله صالح د استخباراتو ریس وو په شنډنډ کی د لکونو پښتنو کورونه یې په خارجیانو بمبارول، هغه وخت چي بسم الله خان لوی درستیز وو د کندهار د پاشمول انګور یې په بمونو کي سوځول او یو سوځلی د انګورو واښکی بسم الله خان په جېب کي اچولی وو؛ د پنجشېر لنډغرو ته یې په مجلس کي ور ښکاره کړی وو چي دا دی د پښتنو څخه می د شمالي د سوځولو انتقام در واخستی. هغه وخت همدا مجید قرار د دې لنډغرو طرفداري کوله. مجید قرار جوړ دولت غوښتی خو د خپل محدود عقل یې لوړ فکر نه سوای کولای چي دا کارونه به ټول پښتانه طالبان کړی. د پاکستان لمني ته به یې ور واچوي. مجید قرار په زغرده په پښتنو دا منل غوښتل چی احمدشاه مسعود په ملي قهرمان، شمالي ټلواله د افغانستان حاکمان و پېژني. مجید قرار د افغان ملت لویه تباهي نه سوای حسولای. همدا د حامد کرزي ضد مجید قرار د حامد کرزي د ټولو افغان دښمنو پالیسو ملاتړ کوی. مجیدقرار هغه وخت دا سنجولای نه سولای چي د افغانستان د خارج د نمایندګیو څخه د افغانستان بربادي روانه ده. د ۲۰۰۱ څخه چی عبدالله عبدالله خارجه وزیر سوی وو د افغانستان په خارجه وزات کي پښتون په ټکیس پیدا کېدی. دا د عبدالله عبدالله د خولې اقرار دی چی ویل یې؛ متاسفانه زما پنجشیري وطنداران زما نور ملګري هم زما په وزارت کي نه نه پرېږدي. اوس سنه ۲۰۱۸ ده. پسله اولسو کالو چی کله د مجید قرار ګرېوان ته د یو لنډغر لاس ور و رسېدی؛ مجید قرار غاو او شکایت شروع کړی. په دې اولس کاله کی وسلوال طالبان د کندهار د کلیو، د شنډنډ د دښتونو څخه اوس د غزني ښار او د کابل منځ ته رسېدلي دي. هغه وخت که مجیدقرار غوندي خلګو فوق العاده عقل استعمال کړی وای؛ پښتانه به نه وای وسلوال طالبان سوي. اوس هم که د مجید قرار ګرېوان ته چا لاس نه وای ور اچولای؛ د افغانستان د ریښو په کښل کېدو به هیڅ وخت نه وای پوه سوی.
د افغانستان مشکل حل په عادي ورځني عقل نه کیږي؛ افغانستان یو فوق العاده عقل ته احتیاج لري. داسي عقل چي د افغانستان او د دنیا پر تاریخ استوار وي. وجدان یې د پښتنو وي. نه داسي عقل چی تر خپل ګرېوانه محدود وي.
د جنوبي اسیا، مرکزي اسیا او منځنی ختیځ تر منځ د جنګ او جدال یواځینی سبب د (پښتون) هویت بحران دی. که چيري دا هویت خپل حق قوت تر لاسه نه کړي؛ په منطقه کی پښتون ځان ازاد نه کړي؛ تر هغو به جنګ روان وي چي د پښتون په نامه هر څه له منځه ځي.
په تاریخ کي پښتون د یوه او بل تر غلامۍ لاندي اوسېدلی دی. په همدې وجه په ټول تاریخ کی افغانستان د بېعدالتیو مرکز تېر سوی دی. خو د تاریخ یو محدوده دوره سته چي واک د پښتنو سوی دی او عدالت تطبیق سوی دی. کله چي پیرروښان د خوشحال خان د جنګونو په امتداد د مغولو سره د پښتون هویت تر بیرغ لاندي جنګ کوی او بیا چي کله میرویس نیکه د پښتنو په نامه د صفویانو غاښونه ور مات کړل او احمدشاه بابا د دې زحمتونو پر سر د پښتنو تعمر بناء کړی؛ نو په لمړي ځل افغانستان د جنګو او جدال څخه و ژغورل سو. بې انصافۍ پکښي ورکی سولې. دا د قرآن د هغه آیت شریف مصداق دی چي الله پاک وايي؛ موږ قومونه د دې لپاره پیدا کړي دي چي یو بل سره و پېژني. د دې ایت مبارک په تفسیر کی اکثریت مفسرین وايي چی د پېژندګلوی څخه هدف دا دی چی د هر قوم د نوم، ژبي سره سره هر قوم په یو جغرافیه کي خپله وظیفه هم و پېژني. د افغانستان په منطقه کي یعني د پخواني هند، چین، ترکستان او پارس تر منځ د عدالت را وستل یواځي او یواځی د پښتنو وظیفه ده. متاسفانه سر ته مو نه ده رسولې. نور نو ترکانو په دنیا کی خپله وظیفه سر ته رسولې ده. په لسګونو د امن او عدالت هیوادونه یې د خپلو ځانو او اولادو لپاره جوړ کړي دی. پارسیانو همدا کار کړی دی. متاسفانه موږ بدبخته پښتانه د شاه زمان وروسته بیا نه یو توانېدلي چی د ټول پښتون لپاره د عدالت منطقه و ساتو. انګېز ته مو د پښتنو نیمه حصه ور پرېښوله. د امیرعبدالرحمن خان سره د پښتنو لپاره د اوسني افغانستان جغرافیه یو د عدل منطقه وله، مګر د احمقو پښتنو کمونیسټیانو او احمقو پښتنو مجاهدینو له خوا دا جغرافیه هم د پښتنو لپاره نوره د عدل او انصاف منطقه نه ده. نور پښتانه په جهان کی د ځانو لپاره یو عادل او با انصافه وطن نه لري. پښتانه نه محکمې نه امنیت لري. نور د پښتنو اولادونه هم د ائندې لپاره اُمیدونه نه لري. که چیري یو فوق العاده عقل دا شرایط تغیر نه کړي؛ د مجیدقرار د ګرېوانه پوري چي لنډغر ور رسیږي؛ د پښتانه په نوم به نور څوک پاته نه وي؛ د پکتیکا، کندهار او زابل په سرحدونو کی اوس هم د پنجابیانو د ژپي تعلم پښتنو ته ورکول کیږي. د پارسیانو تعلم ماسوا پښتانه بل تعلم لري نه. د دې وروسته به نه یواځي د ډیورینډ ها خوا د پنجابیانو غلامان وي؛ د ډیورینډ دا خوا به هم د پنجابیانو، پارسیانو او ازبکانو غلامان وي؛ په دې ډول به پښتانه د تاریخ د پاڼو الله پاک داسی ورک کړي لکه نور بې شمېره قومونه چي ورک سوي دي.