کور / طنز / [طنز]موږ او زمرو سړى داړلئ

[طنز]موږ او زمرو سړى داړلئ

وایي چې په يو ځاى كې يو كس زمري داړلی او وژلی ؤ. خلك پرې د جنازې له پاره راټول و. د خلکو دې ګڼې ګوڼې ته د یو لاروي سودا شوه. له ځانه سره يې وويل چې دا خلک څنګه را ټول شوي دي؟! په دې کې یو ګېدړ ور غږ كړ چې: موږ او زمرو سړى داړلی دى.


زموږ د هېواد ډېری اوسني مشران هم پخپله تورزن نه دي خو د دې دپاره چې ځانونه خلکو ته  تورزن وروپېژني، په خپلو ویناو کې د هېواد د اتلانو په کارنامو ویاړي. خو چې بیا کله د اتلانو څخه د دفاع وخت راشي، ټول پخپلو څمڅتو ننوځي او د یو هم غږ نه خېژي .