دلطيف پدرام دڅرګندونو په اړه د ولسونو پريکړه ليک!

د لراوبر اداره | جولای 23rd, 2008


دلطيف پدرام دڅرګندونو په اړه دختيزو ولايتونو دولسونو پريکړه ليک!


لکه څرنګه چې هيوادوال خبردي د(کنګره ملي) په نوم دملي فکر ضد يوې ډلګه ګۍ مشر چې په خروار ليټۍ کې نه حسابيږي او غواړي چې په سپکو ،سپورو او ناوړه اعمالو سره مطرح کړي،زموږ دسترغازي،دخپلواکۍ ستوري او ملي قايد غازي امان اله نوم يې په سپکو سپورو الفاظو يادکړى.ولس رټلي لطيف پدرام دا ځل په تيرو هغو پلونو چې دجمهوري رياست دټولټاکنو پرمهال يې ځان هدف ته درسولو پرمهال جوړ کړي واو داسلام دين ته يې سپکاوى کړې و،ګام کيښوداو دستر غاوي امان اله خان نوم ته يې خوله واچوله ،افغان ملت تير ځل دغه بې دينه دملي فکر او افغانيت ضد شخص بادسارى وباله او دى يې وپيژاند چې غواړي له دې ناوړې لار ځان په خلکو وپيژني معاف کړ،خو دې بې دينه او دملي فکر ضد شخص دا ځل دخپلواکۍ ځلند ستورى چې ټولو افغانانو ملي قايد او ملي وياړ دى نوم په داسې ټکو کې ياد کړ چې دهر ډول اسلامي او افغاني ارزښتونو له مخې پوچ او بې معنې الفاظ دي،نوموړي دا څرګندونې دهغه چا په لمسه کړي چې افغانستان ارام او سوکاله نه پريږدي او نه غواړي چې دافغانيت جنډه رپانده او ټول قومونه دافغان تر نامه لاندې په ورورۍ سره دملي بيرغ تر سيوري لاندې راټول اوسي.دختيزو ولايتونو ولسونه دپدرام دا څرګندونې دافغان ولس ارمانونو او احساساتو ته سپکاوى ګڼي او غواړي چې دا بادسارى دمياه علي صيب ځنځيرونو ته راکاږو ځکه دا دده حق دى چې ددرملنې ځاې ته يې ورسوو. او له افغان دولته غواړو چې:


١-تر هرڅه وړاندې دې دغه بادسارى او دې ته ورته نور چې زموږ ملي مشرانو ته په سپکه ګوري دعلني محاکمې ميز ته راکاږي.


٢- په افغانستان کې دملګرو ملتونو دسياسي دفتر يوناما او دبشري حقونو دخپلواکو کميسون نه هم په ټينګه غوښتنه کوو چې دخپل وظيفوي ځواک نه په کار اخيستنه دې دمحاکمې دميز تر شاه پورې دپدرام په راوستلو کې له افغان ولس سره مرسته وکړي


٣-دملي قايد او دخپلواکۍ ځلند ستوري غازي امان اله خان درنې اروا ته دې ددغې ګوستاخۍ په مقابل کې دهيواد په ګوټ ګوټ کې پر پدرام دلعنت ويلواودهغه پر محاکمه کولو سربيره دې هغه سرچينې پيدا شي چې دې او ديته ورته نور دداسې چارو لپاره تمويلوي،دغه سرچينې دې هم په علني توګه دمحاکمې ميز ته راکاږي تر څو دنورو دپند او عبرت سبب شي،


٤-که چيرې افغان دولت زموږ غوښتنې ونه مني ،پلې يې نه کړي نو دولس احساساتو او ارمانونو ته به يې درناوى نه وي کړى او دا ملت به خپل ملت نه بولي.


٥-دختيزو ولايتونو ولسونه به تر هغې ارام نه کيني چې تر څو يې غوښتنې نه وي منل شوي .موږ به دخپلو روا غوښتنو دپوره کولو لپاره پرله پسې لاريونونه تر سره کوو او دا لړۍ به جاري ساتو.

لراوبر - د لوی افغانستان نښلوونکی

Copyright Larawbar 2007-2024