کور / رسنۍ / وینلیک یامقاله

وینلیک یامقاله

ليکنه: محمد سرور وکيلي

خبري کول دمخامخ یاني مخاطب سړي یا اورېدونکي دپوهېدو اوسرخلاسولو لپاره کیږي. خبري کونکی غواړي خپله موخه یاحال ومخاطب اورېدونکي ته دخبرو له لیاري ورسوي او دی په پوه کي.خبري کونکی دخپل موخي (هدف) دپوهه ولو لپار ګړیږي اوزیارباسي،چي اورېدونکي ئې په خبرو وپوهيږ ي. عینالکه لیکنه. توپیر دخبرو اولیکني ږغ دی،چي ږغ له خولې نه دتورو دجوړولو په ډول غوږو ته بیادسرمغزوته رسيږي. خولیکنه دسترګو اولوستلو له لاري مغزو ته ځي. په لیکنه کي به لوستونکی توري  لولي اوځان به په پوهه وي، په خبروکي دږغ په مرسته توري دګړو اوجملوپه ډول داورېدونکووغوږو ته رسي. که څه خبري اویالیکنه ده؛ داورېدونکي یالوستونکي دفهم اوخبرولولپاره دي،څرنګه چي ترمخ هم وویل سوه .

لیکنه دهري ژبي د«الف بې» له تورو،ګړواو ویینو څخه جوړه ده. لیکنه ترخبرو څه ستونزمنه ده یاني هم دلیکوال لپاره اوهم د لوستونکي لپاره. لینکه یوډول داسي پوهاوی دی،چي د لیرو کسانو لپاره اويا دعلمي زخیرې لپاره په کتابتونوکي او په «ارشفو» (archives)کي ایښوول کیږي او ساتل کیږي. دادلیکني یوه سودمنه لارده. لیکنه باید زده سي اوکنه نو لوستل ئې ولوستونکي ته ستونزه لري.

که لیکوال خپله لیکنه په ساده،اسانه او روانه ژبه لیکي لوستل ئې دلوستونکي دپاره مشکل نه وي هم ئې ژر لولي اوهم په پوهیږي. یاني لیکوال خپل آري مقصد وخلکوته څرګند کی او لوستونکي ئې په پوه کړه.

که لیکوال خپله لیکنه په سختوګړو اوپېچلوویینو کي ولیکي،چي ګړي ئې جوړي سوي وي یادبلي ژبي وي،چي په دغه ژبه کي دود نه وي لوستونکي ته د دغسي یوې لیکني پوهېدل سخت کار دی؛نودلیکني نه مطلب نه اخستل کیږي اولوستونکی دلیکوال په مطلب نه پوهیږي. په اغلب ګمان سره چي دغسي یوه لیکنه لوستونکی نه غواړي،چي وېلولي،داځکه نه لیکوال نږدې دی،چي وپوښتل سي اوسر په خلاس کي اونه په کتابوکي ئې دګړومانا پیداکیږي اوبله کومه مرسته هم نسته،چي سرپه خلاس کي؛نو لوستونکی خواشینی کيږي.

دلیکوال او د ویناکونکي غوښتنه داده،چي لوستونکي یا اورېدونکي ئې په مطلب اوغوښتنه پوسي.

که چیري دلیکوال موخه یوازي اویوازي دلیکني څخه وي او ووایي، که څوک زماپه لیکنه پوهیږي اویانه پوهیږي څه پروانه لري؛نودا لیکنه دپوهاوي لپاره نه بلکه یوازي دځان ښوولو لپاره ده.زمادښاغلي «منلي» هغه خبره راپه یاد سوه،چي لیکلي ئې وه: (ښه مقاله ژر ویل کيږي خو ستونزمنه لیکل کیږي، خراپه مقاله ژرلیکل کیږي خو ستونزمنه ویل کیږي.) داخبره ډېره منطقي اوپرځای ده اورښتیاهم دغسي ده. مایوه مقاله په دانږدوکي ولوسته او ډېر ورته ځېر هم سوم هیڅ مي سرپه خلاس نه سو. چي لیکوال په خپل لیکنه کي نیوکه یاغنده لرل اویا ستاینه.  مقاله مي ترپایه ولوستل؛خوپوه نسوم،چي دلیکوال موخه څه ده.

 کلمی وې جملې وې خواصل مطلب ماته پخپله څرګند نسو. بیامي هغې مقالې ته مخه نه کړه.    داځکه چي ناخوښی سوم. زماپه آندتردغسي لیکني نه لیکنه ښه ده.

 په لومړني ښوونځۍ کي دپښتو په کتاب کي یوه لیکنه وه،چي لمن لیک ئې  داسي وو:

(یوسړی لیکونکي ته راغی،چي ماته یولیک ولیکه! لیکونکي ورته وویل چي پښې مي خوږیږي. سړي ورته وویل لیک په ګوتو کاږې نه په پښو. ده ورته وویل:څوک زمالیک نسو لوستای؛ نوزه دلیک سره ورځم په خپله ئې ورته لولم.) مقاله باید دغسي نه وي،چي لیکوال ئې هرچیري په خپله ولولي اومانائې کي .

یوساده،اسان،روان،په خوږه ژبه لیکل سوی وینلیک لوستل آسانه او ښه خوند کوي اوسړی سم په پوهيږي.

یووخت ستونزمني اوپېچیلي لیکني دود وې؛خو په اوس وخت کي ساده،رواني اوآسانه لیکني دود  دي. زیارباید وایستل سي، چي داسي وینلیکونه ولیکل سي،چي دلیکوال «موخه»دلیک په متن کي څرګنده وي. ومن الله توفیق