کور / راپور / د بشري حقونو د څار سازمان: افغان جګړه خصوصي کول به بدي پايلي ولري

د بشري حقونو د څار سازمان: افغان جګړه خصوصي کول به بدي پايلي ولري

د بشري حقوقو د څار نړيوال سازمان اندېښنه ښودلې ده چي په افغانستان کي د جګړې خصوصي کول به د ددغه هيواد وګړو ته لا نوري ستونزي ايجاد کړي او دا به د بشري حقونو سرغړونو ته لاره هواره کړي.

د سازمان په خبره که د افغانستان جګړه خصوصي سوه د افغانانو ژوند به د ډېرو خطرونو سره مخ سي.

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان دا اندېښنه وروسته ترهغه څرګنده کړې ده چي د امريکايي خصوصي شرکت  ( بلک واټر) مشر غواړي چي د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پردې قانع کړې چي په افغانستان کي جګړه يواځي د قراردادي ځواکونو له لوري مهارېدلای سي.

بلک واټر شرکت چي جګړه ايز ماموريتونه په قرارداد اخلي غواړي سپينه ماڼۍ پر دې قانع کړي چي د افغانستان جګړه دوی ته په قرارداد ورکړي.

خو د افغان جګړې د خصوصي کولو په غبرګون کي افغان ولسمشر اشرف غني سخت مخالفت څرګند کړی دی او ويلي ئې دي چي جنګي اجيران د افغانستان په جګړه کي ونډه نه سي اخيستلای او دی به ددې کار اجازه ورنه کړي.

په هيواد کي دننه د ډېرو سياسي څهرو او ګوندونو هم د افغان جګړې د خصوصي کولو سره مخالفت ښودلی دی او دا کار ئې د هيواد بحراني حالت د لا زياتېدو په مانا بللی دی.

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان له افغان دولت او نړيوالي ټولني غوښتي دي، چي دداسي طرحو او پلانونو مخنيوی وکړي چي د افغانانو د حقونو پښو لاندي کولو ته زمينه برابروي او دا هيواد نور هم د جګړې اور ته ورننباسي.

د بلک  واټر شرکت مشر یرېک پرنس ویلي دي، چي ډونلډ ټرمپ او د امریکا خلک د افغانستان له اوږدې جګړې ستړي سوي او د ده له طرحې سره سم قراردادیان کولای سي چي په افغانستان کي د اوسنیو امریکايي او ناټو ځواکونو ځای ونیسي.

یرېک پرنس د افغانستان له خصوصي ټلویزیون طلوع سره په يوې مرکه کي شخصي امنیتي کمپنۍ ته د افغانستان د جګړې د سپارلو له هڅو دفاع کړې وه.

هغه افغان کتونکو ته ډاډ ورکړ چي که طرحه ئې ومنل سي،  دی به د پوځي قراردادیانو په ګومارلو یوازې په شپږو میاشتو کي په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي.

ايرک پرينس د امريکا ولسمشر ټرمپ ته هم دا طرحه وړاندي کړې وه، چي افغان جګړه دي قرارداديانو ته وسپاري، خو ټرمپ دده دا طرحه تراوسه نه ده منلې.

د ايرک پرينس په خبره، که افغان جګړه دده شرکت ته وسپارل سي، له يوې خوا به د ډېر لګښت مخه ونيول سي او له بلي خوا به د وسلوالو سره جګړه ژر مهار کړي.