کور / ترخې خبري / پر شهزاد محمدي ولي خلګ په غوسه دي؟

پر شهزاد محمدي ولي خلګ په غوسه دي؟

په خواله رسنيو کي له څه مودې راهيستي د افغان کرکيټ لوبډلي پر مهم لوبغاړي شهزاد محمدي له دې امله نيوکي کېږي چي په دبۍ کي ئې د ځينو پاکستاني څهرو سره  کتلي دي او له هغوی سره په عاجزانه انداز خبري کوي.

د خواله رسنيو کارکونکي پر شهزاد محمدي نيوکه کوي، چي ولي ئې په دبۍ کي د پاکستان ديو مذهبي مشر طارق جميل سره ليدلي دي.

پر خواله رسنيو داسي وېډيو خپره سوې ده چي شهزاد محمدي او ورسره ملګري د طارق جميل سره مجلس کوي او شهزاد محمدي په اردو ژبه د هغوی سره په عاجزانه شکل مجلس کوي.

څېړونکي وايي، چي د شهزاد محمدي داډول ليدني کتني د پاکستاني استخباراتو له لوري هڅي دي چي له کرکيټ څخه سياسي ګټه پورته کړي.

د کرکيټ په اسيا کپ سياليو کي د افغانستان او هند په لوبه کي شهزاد محمدي سليزه پوره کړه چي دده دا کار د خوښۍ وړ وګرځېدی.

خو وروسته شهزاد محمدي د تورخم له لاري د ډيورنډ پوري غاړي ته ولاړی، چي د کرښې پوري غاړه کي د پاکستاني ملېشو او پوليسو له خوا ورسره عکسونه واخيستل سوه او د هند پر وړاندي ئې د سليزي پوره کولو مبارکياني ورکولې.

د شهزاد دا کار مينوال غوسه کړه او د شهزاد دا ډول سفرونه ئې غيرمسؤولانه وګڼل.

د کرکيټ مينوال له افغان دولت څخه غوښتنه کوي چي افغان ملي لوبغاړي دي د غير رسمي سفرونو څخه منع کړي او په کور دننه کي دي د هغوی د کورنيو لپاره د ژوند اسانتياوي برابري کړي، ترڅو کرکيټ لوبه د سياسي فعاليتونو څخه ليري وساتل سي.