له کندهار څخه به کوم نوماندان ولسي جرګې ته لار پيدا کوي؟

Aziz Rahman Hazim | اکتوبر 4th, 2018


د افغانستان د نورو ولايتونو په څېر په کندهار کي هم د ولسې جرګې لپاره د نوماندانو کمپاينونه په زور کي دي.

د کندهار ښار په هره کوڅه، بازار او مارکېټ کي د نوماندانو عکسونه او شعارونه لېدل کېږي.

د اولسي جرګې لپاره په لسګونو ولاړو کانديدانو  په خپلو شعارونو کي ولس او هيواد ته د چوپړ کولو ژمني کړي او هر نوماند هڅه کوي چي د غونډو، مجلسونو، ليدنو کتنو او نورو لارو په ولس کي محبوبيت پيدا کړي ترڅو د ولس د رايو له لاري ولسي جرګې ته بريالی سي.

خو د کندهار ولس پر ځينو نوماندانو شک ښودلی دی چي د ولس او هيواد د خدمت تمه ترې نه سي کېدای او د ځينو کانديدانو شاليد ته په کتو پر هغوی باور نه کوي.

د خلګو په خبره، ځيني نوماندان چي وړاندي ئې هم په ولسي جرګه او نورو لوړو څوکيو کي دندي اجرا کړي دي ولس ته هيڅ کار نه دی کړی او تل ئې شخصي ګټو ته پاملرنه کړې ده.

کندهار ته لا له وړاندي لکه څنګه چي تمه وه کار نه دی سوی، د بيارغوني چاري پکي ټکنۍ دي، په تعليمي برخه کي د زده کونکو د وړتيا لوړولو لپاره د پام وړ کار نه دی سوی، آن په نږدې ولسواليو کي د ښوونځيو دروازې تړلي دي او زيات ماشومان له زده کړو بې برخي دي.

همداراز د سوداګرۍ او صنعت په برخه کي د ياد ولايت وګړي لا هم له ستونزو سره مخ دي.

په ټولګټو پروژو او عام المنفعه کارونو کي د کندهار ولايت لکه څنګه چي ښايي هماغسي سهم نه دی ورکول سوی.

يادي ستونزي په هيواد کي د امنيتي مشکلاتو ترڅنګ په ولسي جرګه کي د ياد ولايت د استازو د نه پاملرني له امله هم زياتي سوي دي.

خو د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو ته له کندهار څخه د نورو ترڅنګ نويو څهرو هم ځانونه کانديدان کړي دي، چي لا تر اوسه د فساد او خيانت تورونه ورباندي نسته.

ځيني کانديدان سته چي د خلګو په زړونو کي ځای لري او د هغوی د مخلصانه نيت او خدمت له مخي هغوی ته درناوی کوي.

د خلګو په باور به هغه کسانو ته رايه ورکوي چي جرمي سابقه ونه لري، د هيواد او اولس ګټو ته ژمن وي، ملي ګټي ترهرڅه لوړي وګڼي او په راتلونکي کي ددوی لپاره يو سمبول واوسي.

په کندهار کی دداسي نوماندانو پيدا کول ګران کار نه دی، په نوماندانو کي  داسي کسان هم سته چي د خلګو هيلي ورباندي پوره سي او د هيواد د پرمختګ او د ولس د ښېرازی لپاره جدي هڅي کوي.

تمه ده چي د کندهار ولس به داسي څوک د خپلو استازو په توګه ولسي جرګې ته وټاکي چي د دوی د معنوياتو، پرمختګ، زده کړي او ښېرازی لپاره کار وکړي او د ولس ګټي تر شخصي منافعو قرباني نه کړي.

Copyright Larawbar 2007-2024