د پښتون ژغورني غورځنګ د اروپايي څانګو د فعاليت جزيات

د لراوبر اداره | اکتوبر 3rd, 2018


د سپټمبر پر ۲۹ او ۳۰ نېټه په اروپا کي د #PtmEurope د کميټيو مشرانو او استازو مهمي ناستي وکړې.

 پر ۲۹نېټه په برسلز کي د ptm بلجيم کميټې په کوربه توب د هالنډ، جرمني، ډنمارک، سويډن، يونان، فرانس، سکاټلنډ او انګلينډ د کميټيو د مشرانو په خصوصي ناسته کښي په اروپا کي د پښتون ژغورني غورځنګ د تشکيلاتو او کاري پلان په اړه د بحث په نتيجه کي کاري لومړيتوبونه او وړانديزونو بحثونه وسول.

وروسته د يورپ کميټيو په کنفرانس کي چي عابدجان لالا، شيرين ګرديوال او امين باوري يې مشري کوله او عبدالله احسان يې چلوونکی وو د ټولو کميټيو غړو د CC يا کور کميټۍ لخوا پر وړانديزونو خپل تجويزونه واورول.

کنفرانس په اروپايي کميټيو  کي د تشکيلاتو پر پراختيا، د اروپا لپاره د مرکزي کميټې جوړيدلو او د مشر او مرستيال ورته ټاکل کيدلو غوښتني وسوې، همدا ډول د اروپا په کچه د اروپايي کميټې په دننه کي د اړيکو څانګي جوړيدل اړين وبلل چي په نتيجه کي يې روح ګل بي بي د موقت وخت لپاره په اروپا کي د پښتون ژغورني غورځنګ د کميټيو سرپرسته وټاکل سوه.

 پر ۳۰ سپټمبر هم د بلجيم مرکز د بروکسل په پريس کلب کښي د سيمينار په ترڅ کي د پښتون ژغورني غورځنګ غوښتني او اهداف يوار بيا نړيوالو ته څرګند کړل سول، په سيمينار کي مشرانو په پښتو او انګريزي خبري وکړې د پښتون ژغورني غورځنګ د مشرانو او ددوی له غوښتنو يې حمايت او کلک ملاتړ اعلان کړ او له نړيوالو يې وغوښتل چي پر پاکستان دولت او د پوځ پر ادارو فسار راوړي چي د پښتو پر وړاندي تشدد او د پښتنو د حقونو تر پښو لاندي کول ختم کړي.

سيمينار ته د پښتون ژغورني غورځنګ مشر د ټيلفون له لاري د وينا په يوه برخه کي پر خپلو پلويانو ږغ وکړ چي د ملت پر وړاندي د ظلمونو شواهد په ليکلې او مستنده توګه نړيوالو ته وړاندي کړي.

ورپسې د اروپايي اتحاديې د کميسون ودانۍ مخته د ptm کميټيو مشرانو، غړو او يو شمېر په اروپا کي د لراوبر وطن اوسيدونکو د پاکستان پوځ د غير انساني کړنو ضد لاريون وکړ.

ياد پروګرامونه د #PtmBelgium کميټې په کوربه توب جوړ سوي ول.

#PTMEurope

د ptm د برسلز پريس کلب سيمينار ويډيو لينک

https://www.facebook.com/larawbar.net/videos/236737953857695/

د ptm د برسلز لاريون ويډيو لينک

https://www.facebook.com/larawbar.net/videos/106717693579252/

Copyright Larawbar 2007-2024