پر لیکلو د مطالعې تاثیر
Aziz Rahman Hazim
ليکنه: محمد ځير
لیک د ماناګانو، تعبیرونو، تفسیرونو … خطي انځور دی چې د لیکنې او لیکوالۍ لپاره د مصدر دنده هم مخته وړي. مشهوره معقوله ده چې املاء له انشاء پیدا شوې. لیکنه په حقیقت کې کې د مطالعې، تجربې، مشاهدې او احساس له امتزاجه زېږي. په دې حساب د لیکوالۍ معلومي سرچینې څلور دي، ولې لوستنه د لیکنې د درې نورو سرچینو لپاره هم د بنیاد حیثیت لري.
مطالعه د لیکنو نچوړ هم ده او پیلامه هم. داسې لیکوال ممکن هیڅ ځای نه وي چې بې مطالعې لیکوال شوی وي. لیکلو سره زموږ مینه هغه وخت پیدا کیږي کله چې ډير لیکل ولولو. پر لیکنه د مطالعه لومړی اغېز دا دی چې مطالعه د لیکوالېدو باعثېږي. نامتو هندي لیکوال شیف کیرا وايي تاسې چې نن کوم هسې ييۍ دا د هغو کتابونو او کسانو له امله ده چې له تېرو پينځه کالو راهیسې یې لولئ او ورسره ملګرتیا کوۍ. شیف کیرا دا خبره د ټولو مسلکونو په اړه کړې ده نو ښکاره ده چې کتابونه په نورو برخو کې دومره مؤثر دي، په لیکوالۍ کې خو به ډير اغېز لري. یو اروپايي لیکوال ویلي تاسې ته چې څه نوي ښکاري که دا د مړو لیکوالو په اثارو کې ولولئ تر دې به درته نوي ښکاره شي. له دې خبرې د لیکوال هدف دا دی چې په نړۍ کې دومره څه نوي نشته. مینه، ژوند، عقیده، ازادي، انسان، کډوالي، جګړې دا هغه مضمونونه دي چې په پېړیو پرې لیکل شوي دي ولې نوي څه په کې د حالاتو او شرایطو تنوع ده. هغوي چې کلاسیک اثار ډیر لولي تر نورو په نوي موضوعګانو پیدا کولو کې تکړه دي. د بېلګې په ډول د فرانسې د شلمې پېړۍ نامتو فیلسوف او لیکوال البرټ کامو یادولای شو. کامو د سیزیف افسانې په نوم مشهور اثر د یونان د اسطور څخه په الهام لیکلی دی. ولې کامو د درې زره کالو پخوانۍ موضوع چې د ژوند بې ماناوالی دی د شلمې پيړۍ د انسان لپاره نوې بلله.
دویم تاثیر د مطالعې دا دی چې زموږ لپاره معلومات برابروي او بل دا چې د مطالعې په وسیله د خپلې ادعا او فکر ملاتړي موندلی شو ترڅو هغه موضوع چې لیکو لا روښانه او باورمنه کړو. د یوه نفر د وینا نقلولو ته اقتباس وایو ولې که د پينځو کسانو خبرې مو راواخیستې او سکښت مو کړې نو څېړنه ده. په پښتو ادبیاتو کې تر ډيره معلومات په څېړنیزو او علمي برخو کې مهم بلل کیږي ولې داستاني ادبیاتو کې بیا صرف تخیل او د کیسې تخنیکي عناصر اړین یادېږي، مګر په نوره نړۍ کې داسې نه ده؛ د نولسمې پېړۍ مشهور ناول ډراکیولا چې مارک ټواین د ویمپایر( وینه څښونکو) په اړه لیکلی دی، مارک ددې ناول د لیکلو لپاره اوه کاله د ښاپیرکیانو په اړه څېړنه وکړه. که څوک غواړي تاریخي ناول ولیکي نو لازمه ده چې د ناول د مکان او زمان په اړه باید څېړنه وکړي. څومره چې لیکوال د خپلې کیسې د کرکټرونو، ځای، وخت او کلتور په اړه معلومات ولري په هماغه کچه به یې اثار کامیاب او منلي وي. و نه و یو شپون و د ارواښاد سعدالدین شپون اثر ځکه پر زړه ډیر اثر کوي چې لیکوال د خپل ژوند په اړه لیکلی او ښکاره ده چې موږ سره د خپل ژوند په اړه ډير معلومات وي. دا نه یواځې د شپون صیب بلکې د ډيرو بې تجربې لیکوالو ژوند لیکونه هم په زړه پوري وي چې غټه وجه یې همدا د ډيرو معلوماتو شتوالی دی. څومره چې لیکوال پوه وي هماغومره لوستونکی پوهولی شي. لکه پورته مو چې ذکر کړه د خپلې خبرې لپاره د ملاتړ په پيداکولو کې د لوستنې ګټه دا ده چې لوستونکي په دې مطمينېږي چې زه څه لولم ، دا یواځې د لیکوال نظر نه دی بلکې نور ډير خلک هم شته چې داسې فکر کوي.
د لیکلو په کار کې د مطالعې بله ګټه دا ده چې د ډيرو کتابونو لوستونکی په ډيرو کلیمو پوهېږي او کولای شي چې خپل مطلب لپاره دقیق او مناسب ويیونه پیدا کړي. د پرځای لغت ارزښت صرف دا نه دی چې نثر کې به وضوح راشي بلکې لیکنه ورسره ښکلې کیږي هم. امریکايي لیکواله ډورټي روبینز وايي چې لیکل نڅا ده او کلیمې د نڅاګر لاسونه او پښې دي اوس که د چا لاسونه او پښو لنډې وي نو ګینې سم به و نڅلای شي. نالوستی انسان د ۵۰۰۰ او ۶۰۰۰ کلیمو وییزیرمه لري خو هغه څوک چې له کالجه فارغ وي د لغاتونه زخیره یې تر شلو زرو رسېږي. لینارټ پيټرسون د بریتانیايي ادبیاتو په اثر کي د شکسپير په حق کې لیکلي چې ده په خپلو پنځونو کې دیرش زره لغاتونه کارولي دي. په پښتو ادبیاتو کې د خوشال بابا، حمید مومند، حمزه شینواري او صدیق پسرلي د شاعري کامیابي دا هم ده چې د دوۍ په شعرونو کې د کلیمو کمی نه احساسېږي او داسې کلیمې په کې ډيرې دي چې مخکې نه دي کارول شوي.
کاندید اکاډمیسن انور نومیالی په هغه پلا او دا پلا یونلیک کې لیکي چې د کلتور هره برخه خپله ژبه لري. د نومیالي صاحب هدف سوسیولیکټ دی. سوسیولیکټ یا د طبقې لهجه: هغه ژبه یا لغاتونه چې د یوې ټولنې او واحدې ژبې، یوه طبقه یې کاروي. د داستاني ادبیاتو لیکوال ته دا ډيره مهمه ده چې په کیسه کې د خټګر، مولوي او دولتي مامور د ژبې توپیر په نظر کې ونیسي. د همدې ژبني توپير د پوهیدلو ښه لاره د نورو د کیسو لوستل او د خلکو په خبرو کې دقت کول دي.
د مطالعې څلورم غټه فایده دا ده چې په ډیرې مطالعې سره پوهېږو کوم تیم( سوژه) په کوم ژانر کې ځای کړو. د ادبیاتو تیوریکي کتابونو کې دا لارښوونې شته چې لنډه کیسه څنګه ولیکو، خاطره باید کوم ډول ولیکل شي او ادبي ټوټه څه ته وايي خو دا په کې نشته چې کومه موضوع یا پېښه په کومې ادبې ځېلې کې ځای کړو، دا امکان هم نه لري ځکه موږ د سلګونو مضوعګانو او زرونو پېښو سره مخېږو. که چیرته د ادبی اثارو پراخه مطالعه ولرو پوهېږو چې د موضوع لپاره کوم ادبي ژانر غوره کړو. د سپېدې مجلې د ۱۹۸۵م په یوه ګڼه کې استاد غضنفر په صوابۍ کیمپ کې د یوې افغانې کورنۍ د سترګو لیدلې غمیزه د راپورتاژپه ډول لیکلې ده. دا راپورتاژ ما کلونه پخوا لوستی و مګر اوس مې هم د هغې کورنۍ د تباهۍ انځور ذهن کې دی، ددې لامل دا دی چې غضنفر صاحب دا د راپور تاژ په چوکاټ کې لیکلې وه او په رښتیاوالي یې هیڅ شک نه کیده، که چیرته دا موضوع په کیسه کې ځای شوې وای ممکن د تخيلي نثر په څېر مې برسېرنه ګڼلې وای. لیکوال هغه څه لیکي چې ده لوستي وي ولې په بدل رنګ، نوی تعبیر او ځانګړي احساس سره.
د یو لیکونکي په حیث باید دا هم په یاد ولرو چې څه موږ لولو، زموږ لیکنې اغېزمنوي، شاید ډيره زیاته مطالعه زموږ خپل سبک او طرز ته زیان ورسوي او تر ډيره د نورو کاپي وکړو. د خپل طرز د ساتنې لپاره ښه لاره داده چې یو لیکوال یا د یوې نظرې او ژانر لیکوال د ډير وخت لپاره و نه لولو. څومره چې په لیکنه کې د معلومات منابع مختلفې وي،هومره ورسره لیکنه غني وي. پر لیکنې د مطالعې د مثبت اغېز بله ښه لاره داده چې لیکوال په مکرر ډول د خپلو اثارو مطالعه وکړي. طبیعي ده چې هر لیکوال خپله لیکنه له خپرېدو وړاندې څو ځلې لولي، ولې د خپلې لیکنې له لوستو دلته مراد دا دی چې لیکوال خپلې پخوانی نثر مطالعه کړي. ددې غټه ګټه دا ده چې لیکوال خپلې نیمګړتیاوې په ګوته کولای او سمولای شي. علم په کتابونو کې دی نو که غواړو ښه لیکوال شو هر ګوره چې ښه او ډير کتابونه ولولو.
اخذونه
۱: نومیالی، محمد انور. هغه پلا او دا پلا. کندهار. علامه رشاد خپرندویه ټولنه. ۱۳۹۳
2: Peterson, Lennart. British Literature. Malmö. Gleerups Utbildning AB. 2004