کور / اقتصادي / په کندهار کي د مېوه جاتو معالجوي ( د امراضو د مخنیوي )  لوی مرکز جوړېږي .

په کندهار کي د مېوه جاتو معالجوي ( د امراضو د مخنیوي )  لوی مرکز جوړېږي .

د شنبې په ورځ له کرني وزارت څخه يو پلاوی ددې لپاره کندهار ته راغلی وو، چي په جنوب لوېديځه حوزه کي د زارعت په برخه کي نوښتونه ارزيابي کړي.

راغلي پلاوي وويل : کندهار ولايت ته ئې د سفر موخه دلته د مېوه جاتو لوی معالجوي مرکز جوړول دي ترڅو مېوه جات يې پر وخت د تداوي او د مرضونو مخه يې ونيول سي، هغه له ولايتي ادارې څخه د دغه مرکز د جوړېدو په برخه کي د همکاريو غوښتنه وکړه .

کندهاروالي تورن جنرال زلمی ویسا د ياد پلاوي سره د ليدني پر مهال ئې د هغوی د همکارۍ ډاډ ورکړ.

 نوموړي وويل : کندهار ولايت د زراعت په برخه کي معالجوي مرکز ته اړتيا درلودل چي د دې مرکز په جوړېدو سره به يې تر ډېره حده د ستونزو مخه ونيول سي .

کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا وویل : ولايتي اداره د هوايي دهلېز د پراخیتا په برخه کي پوره هڅه کوي او په دې اړه يې د يو شمېر خارجي ډونرانو سره هم خبري کړي دي ترڅو نړیوالو بازارنو ته زموږ د وطني مېوه جاتو صادرېدل زیات او هلته بازار ورته پيدا سي .

د زراعت رياست رئیس سید حفیظ الله سعیدی وویل : دغه معالجوي مرکز به د نړیوال بانګ په همکارۍ په ( ۱۰ ) جریبه مځکه کي د ( ۸ ) میاشتو په موده کي جوړ کړي .