کور / اقتصادي / د کاروبار موخې

د کاروبار موخې

لیکونکی: حکمت الله نظري

 

کاروباري موخې او د هغوی ټاکل کولای شي ستاسو پر کاروبار کې د پام وړ وده او بدلون رامینځته کړي. د لویو، لویو موخو لرل او د هغوی ترلاسه کولو لپاره پالیسي او پلان جوړونه د هر کاروبار لپاره اړین ګڼل کیږي. په کاروبار کې هغه څه چې ډیر ستونزمن ښکاري؛ هغه د کاروباري موخو ټاکل دي.

د مستقبل په اړه د روښانه لید لوري درلودل، په شرکت کې د ننه د کړنو سمبالښت او دا چې په راتلونکي څو کلونو کې به ستاسو کاروبار څنګه وي؛ هغه څه دي چې د کاروباري موخو برخه ګڼل کیږي. معلومې موخې او دهغوی ټاکل هغه څه دي چې ستاسو د کاروبار او کاروباري بریا لپاره بنسټیز رول لوبوي.

۱. ګټه (Profitability):

ګټه کول یعنې دا چې ستاسو عواید ستاسو له لګښتونو څخه زیات شي ( Revenue – Expense). په کاروبار کې د ټولو کاروباریانو یوازنۍ موخه د ګټې لاسته راوړل دي. د کاروبار بریالیتوب او ماتې خوړل د هغه کاروبار د ګټې او تاوان په ډول پورې اړه لري. دا چې ځینې کارونه ولې له ماتې سره مخ کیږي د هغوی تر ټولو لوی لامل د ګټې نه شتون وي؛ یعنې دا چې د نوموړي کاروبار عواید د هغه له لګښتونو کم شي او په پایله کې یاد کاروبار نه توانیږي تر څو خپلې چارې روانې وساتي.

دا چې کاروبار کې ګټه خورا اړینه ګڼل کیږي؛ اړ یو د کاروبار د پيل څخه د مخه د کاروبار د ګټې په هکله غور وکړو او په کاروبار کې مو د تر ټولو لوړې، منځنۍ او ټیټې ګټې بیلانس وټاکو. د دوامدارې ګټې لپاره کمپنۍ اړ ده ترڅو په تولیدي، کړنیز، چوپړتیاوي او داسې نورو برخو کې د لګښتونو پوره کنټرول وساتي او ورسره د ګټې په موخه یاد توکي بازار ته وړاندې کړي.

۲. مؤثریت (Productivity):

د مسلکي کارکوونکو روزل، کارکوونکو ته د اړتیا وړ مسلکي او پوهنیز ټریننګونه برابرول، د نویو ټیکنالوژیکي وسایلو اخیستل او دهغوی د ساتنې په موخه د کنټرول درلودل، د قوي مدیریت تر څنګ ښه رهبریت ترسره کول، کارکوونکو ته د هم آندۍ ، یوبل منلو او یو ټیم کیدلو د ارزښت پوهاوی، د معلومو پالیسیانو او پلانونو درلودل او پلي کول؛ دې او دې ته ورته نورې داسې کړنې چې وکولای شي ستاسو د بریالیتوب بیلانس لا پیاوړی کړي هغه څه دي چې کولای شي ستاسو په کاروبار کې مؤثریت رامینځته کړي.

۳. د پیرودنکو خدمتونه (Customer Services):

که د بریالي کاروبار خوبونه وینې او کاروباري بریا غواړې؛ نو دا زده کړه چې څنګه خپلو پیرودنکو ته ارزښت ورکړې او څنګه د هغوی پام ځان خواته واړوې. څرنګه چې موټر په تیلو چلیږي د کاروبار روان ساتل هم د پیرودنکو په شتون پوري تړلی دی.

پیرودونکو ته د ښه خدمتونو وړاندې کول، د هغوی لومړیتوبونه او غوښتنې پیژندل او پوره کول، د هغوی د ګټې او راضي ساتلو په موخه د لوړ کیفیت او لوړو توکو وړاندې کول، د خپلو اوږد مهاله او لنډ مهاله پیرودنکو پیژندل، د پخوانیو پیرودنکو ساتل او د نویو جذبول هغه څه دي چې کولای شي د پیرودنکو د خدمتونو په برخه کې مو بریا روانه وساتي. دا زده کړئ چې حق تل له پیرودنکو سره وي؛ د یو چینایې متل له مخې ( که حوصله نه لرې نو هټۍ والي مه کړه)  ویلای شو چې که چیرې غواړې بریالیتوب ستاسو پښې ښکل کړي نو هڅه وکړئ خپل پیرودونکې وپیژنئ او دهغوې غوښتنو ته ارزښت ټینګ شئ.

۴. د کارکوونکو ساتل (Employee Retention):

کارکوونکې او د هغوی دوامداره ساتل هغه څه دي چې تاسو اړ یاست د خپل کاروباري پلان په موخو کې شامل کړئ. د کارکوونکو بدلون او نوي کارکوونکي ګمارل به تاسو لپاره ډیر لګښت ولري؛ ځکه کمپنۍ اړ ده د نوې کارموندنې لپاره د کارموندنې اعلانونه، د نویو کارکوونکو د ګمارنې مرکه اخیستل، نویو کارکوونکو ته د اړینو روزنو وړاندې کول او داسې نورې ورته کړنې ترسره کړي چې دا به ښایې تاسو لپاره د ډیر لګښت لامل وګرځي.

د کارکوونکو د ساتلو په موخه کمپنۍ اړ ده د کارکوونکو غوښتنې وپیژني او بیا پوره کړي. د کارکوونکو د تنخواه په اړه منظم میکانیزم جوړول، هغوی ته وخت ناوخته ورکشاپونه، ټریننګونه او د اړتیا وړ سمینارونه برابرول، د هغوی ستونزو ته لاس رسی، هغوی ته روغتیایي خدماتو وړاندې کول دې او دې ته ورته نورې داسې کړنې چې وکولای شي کارکوونکو ته دهوساینې او خوښۍ لامل وګرځې هغه څه دې چې د کارکوونکو د ساتلو په برخه کې بنسټیز رول ولوبوي.

۵. وده (Growth):

د کاروباري ودې او بریا لپاره بیلانس وټاکئ او دهغوی دقیقه څارنه وکړئ؛ دې سره به تاسو ته د خپل ودې او پرمختګ د کچې معلومات وشي. پخواني مالي معلومات، اوسنۍ چارې او په مستقبل کې د کاروباري موخو ټاکل هغه څه دي چې له مخې یې د یو کمپنۍ د ودې او پرمختګ بیلانس ټاکلی شو. د دې لپاره چې د کاروباري ودې بیلانس تل مثبت پاتې شي؛ کمپنۍ اړ ده تر څو د خپلو زیرمو لکه مالي او شخصي په کلکه ساتنه او دقیق کنټرول وکړي.

۶. پانګه اچوونه مو روانه وساتئ (Maintain Financing):

حتا د ښه عاید درلودونکې کمپنۍ هم اړ ده تر څو پانګه اچوونه روانه وساتي. د ډیری شمیر کاروباریانو ماتې هغه وخت پیلیږي کله چې دوی یوازې په یوه خاصه برخه کې پانګه اچوونه وکړي. کاروبار د بریا او ماتې تر مینځ هغه لوبه ده چې د ماتې او بریا شتون پکې حتمې دی. یعنې دا چې مونږ د کاروباري بریا لپاره څومره پلان جوړونه کوو په هماغه کچه اړیو د ماتې خوړل لپاره هم پلان او تیاری ولرو. زما په آند د ژوند هره برخه کې د A, B او آن C پلان درلودل هغه څه دي چې د بریالي کیدلو کچه لوړوي. که چیري کاروبار کې هم ورته څو پلانونه ولرو نو خدای مه کړه که چیري A پلان له ماتې سره مخ شي کولای شو B یا C پلان پرمخ بوزو او دا به د هک پک پاتې کیدلو څخه د ژغورنې ښکاره لار وي. دا چې افغانستان کې ولې ځینې کارونه له ماتې سره مخ کیږي او پر مخ نه ځې زما پر آند  تر ټولو ښکاره لامل یې د سختو شیبو لپاره نه تیاری او د پلان نشتون دی. که غواړئ یو غښتلی کاروبار رامینځته کړئ هیڅکله هم پر یوه خاصه برخه کې کاروبار مه محدودوی. تل د نویو انګیزو او نویو فکرونو سره بازار او کاروبار ته د ننه شئ. هڅه وکړئ پانګه اچوونه مو په څو برخو او ګڼ شمیر تولیداتو کې ترسره کړئ؛ دا ځکه که چیرې په یوه خاصه برخه او خاص تولید کې د ماتې سره مخ شئ ؛ نو د بل تولید او بلې برخه په مرسته به وکولای شئ د یادې برخې د تاوان ځای ډک کړئ.

۷. بازارموندنه (Marketing):

هڅه وکړئ بازارموندنه مو یوازې پر اعلانونو او د پیرودنکو پر پیرلو او پلورلو پورې محدوده ونه ساتئ. د پیرودنکو د پیرلو او پلورلو پر پروسس پوهیدل، د پیرودنکو د اړتیاوو پیژندل، پیرودنکو او د هغوی غوښتنو، وړاندیزونو او نقدونو ته ارزښت ټینګیدل، د اوږد مهاله پیرودونکو پیژندل؛ دې او دې ته ورته نورې داسې کړنې چې وکولای شي ستاسو کاروبار د بریا په لور ولیږدوي هغه څه دي چې د بازار موندنې په برخه کې اړین ګڼل ګیږي.

۸. د کاروباري سیالانو پیژندل (Competitive Analysis):

خپل سیال ته تر هغه وخت ماتې نه شې ورکولای تر څو هغه په پوره مانا سره ونه پیژنې. د کاروبارې سیالانو پیژندل هغه څه دي چې کولای شي تاسو ته لوی، لوی بریالیتوبونه در په برخه کړي. په کاروبار کې د سیالانو د قوت او ضعف ټکو پیژندل او دهغوی په نښه کول، د سیالانو په وړاندې مو په کاروباري ډګر کې د فرصتونو او همدارنګه خنډونو څیړل او بیا د یادو ټکو پرتله کول د خپل ځان سره هغه څه دي چې تاسو ته به ستاسو پر سیالانو د ښې حملې او بریالیتوب فرصت درکړي.