د سيمه ايزو پوليسو قومندان بلال باچا په شپږ کاله بند محکوم سو
Aziz Rahman Hazim
د ننګرهار چارواکي وايي، چي د يوې علني غونډې په ترڅ کي د اچين ولسوالۍ د سيمه اييزو پوليسو مخکینی مشر بلال پاچا په شپږ کاله تنفيذي بند محکوم سو.
تېره ورځ د ننګرهار استیناف محکمې د یوې علنۍ غونډي په ترڅ کي چي د ښاري محکمې رئیس قضاوتمند ضياالحق ضياء په مشرۍ، د نظامي ابتدايه دېوان رئيس قضاوتيار تورن ګلبدين نصرتيار او قضاوتمندسميع الله صدري په غړيتوب ترسره سوه.
په دغه غونډه کي د اچين ولسوالۍ د سيمه اييزو پوليسو مخکینی مشر بلال پاچا په شپږ کاله تنفيذي بند محکموم کړ.
بلال باچا د ننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ د سيمه ايزو پوليسو قومندان وو، چي څه موده وړاندي ولسي وګړو دده پر ضد لاريون وکړ ، چي په لاريون کي ځانمرګی بريد وسو او له امله ئې په لسګونو کسانو ته مرګژوبله واوښتل.
له دې وروسته افغان ځواکونو بلال باچا او د هغه وروڼه ونيول او د پوښتنو ګروېږنو لپاره ئې مرکز جلال اباد ته ولېږدول.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼي وايي، د محکمې په قضايي علني غونډه کي برابره سوې صورت دعوه، زیانمنو سويو کسانو او د غونډې د ټولو ګډونوالو د خبرو اترو وروسته د علني غونډې قضايی پلاوي د رايو په يوالي او د قضيې اوراقو ته په کتو د اچين ولسوالۍ د سيمه اييزو پوليسو مخکینی مشر بلال پاچا په شپږ کاله تنفيذي بند محکوم او د ده دوه ورونه يې د لازمو د لايلو او اسنادو د نشتون له امله برائت کړل.
بلال پاچا د جلال پاچا زوی د اچين ولسوالۍ د پوليسو ټيم ليډر د واک څخه ناوړه ګټې اخستنې په قضيه کي د عسکري جرمونو د قانون د دوه څلوېښتمې مادې د لومړۍ فقرې له مخي د نظارت او توقيف له نېټې څخه په شپږ کاله تنفيذي بند محکوم کړ .
خوګياڼی وايي، په قضيه کې د لازمو د لايلو د نشتون له امله د بلال پاچا دوه ورونه د جزا کوډ د پنځمي مادې او د جزايي اجراتو د دوه سوه پنځه دېرشمې مادې پربنسټ برائت ورکړل سو، خو په دې علني محکمه کي د زيانمنو سويو د حق العبدي دعوی د قانون له مخې محفوظه وګڼل سوه.
دعلني غونډې قضايي پلاوي وويل د تورنو پر وړاندې شوې پرېکړه وروستۍ نده، کولای شي د استيناف غوښتنه وکړي.