کور / سياسي / ژمنې  او کړنې باید یو ډول وي

ژمنې  او کړنې باید یو ډول وي

ليکنه: م. س

              د یوه هېواد ټیکاو هغه مهال شونی دی چې چارې یې ښې تنظیم وي او حکومت یې خلکو ته لومړیتوب ورکړي. په افغانستان غوندې یوه بېرته پاتې هېواد کې د نوي نظام په راتلو سره خلکو د لومړي ځل لپاره خپلو رایو څخه کار واخیست او درې ځله یې د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره کړې. درې واړه ټاکنې جنجالي وې، خو مهمه دا وه چې خلکو په خپلو رایو نوی زعیم وټاکه. د کرزي له دوه ځله ولسمشرۍ وروسته درېیم ځل ولسمشرۍ د محمد اشرف غني احمدزي شوه چې واک ته تر رسېدو وروسته یې د احمدزي کلمه له ځان لرې کړه او په رسمي مکتوبونو کې ټولو دولتي  او نادولتي ادارو ته لارښوونه وشوه چې نور د محمد اشرف غني احمدزي پر ځای محمد اشرف غني ولیکي، په دې سره هم نوموړي ښه کمپاین وکړ ځکه خلک بیا وغولېدل او زړونو ته یې دا خبره ور ولوېده چې غني یو ملي سړی دی ټولې چارې یې ملي دي.

             خو ټاکنیز کمپاینونه یو ډول وي او چې کله حکومتي چارې په غاړه اخلې، بیا نو کړنې بل ډول عیاریږي، د ولسمشر غني یواځې زده دي چې خلکو ته ژمنې ورکړي داسې  ژمنې چې هیڅکله د تطبیق وړ نه وي، غني د دې لپاره چې خپلې ژمنې عملي کړي ووسي، باید یو پیاوړی مسلکي ټیم ولري، هغه لومړیو کې ښه ټیم درلود، خو په واک کې د  زیاتې بوختیا له کبله هغه ونه کړای شو دا ټیم وساتي. اصلي او کلیدي لوبغاړي ترې ولاړل، اوس نو دی پاتې شو او د ارګ څلور دنګ دېوالونه. د  حنیف اتمر په څېر ولسي او تجربه لرونکی دیپلومات ترې ولاړ او  چې کله داسې شوه نو د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خبره، غني یواځې و او چې اتمر ترې ولاړ لا یواځې شو. اتمر په دې پوهېده چې د سیمې او نړۍ لوبغاړي څه غواړي، افغان پالیسي باید څه ډول عیاره شي، له جهادي امتیاز غوښتوونکو او په قدرت مینو مشرانو سره له کوم چینل مخته ولاړ شي خو غني یواځې خپله غږیږي او نورو ته وخت نه ورکوي چې څه ووایي. دا حقیقت دی چې جهادي مشران د افغانستان په ګټه نه دي، دوي دې سل ځله ووایي چې  دوي افغانانو ته لوی تاریخ ګټلی خو خلک یې ور سره کله مني. د هغوي بادارانو اوس پرې درجنونه لیکنې کړي او هر یو یې خلکو ته لوڅ لوپړ کړی دی.

          هیڅوک له دې مسالې انکار نه شي کولی خو د دوي د ځواک اوبه کول وخت غواړي، ماهرانه لوبه غواړي، د اتمر په څېر کدرونو کولی شوای چې دې برخه کې ښه ثابت شوي وای خو که غني یې مشورو او وړاندیزونو ته غوږ نیولی وای. غني دې وروستیو کې ځینو ولایتونو ته سفرونه کړي چې هر سفر کې یې ډېرې جالبې ژمنې کړي دي. څه موده مخکې یې پکتیا ته په سفر کې ویلي و چې دا ولایت به په اقتصادي زون تبدیل کړي، نورې وړې او لویې ژمنې هم شوې وې، خو پکتیا وال وایي، یوه ژمنه یې هم نه ده عملي شوې. پر غزني ښار د طالبانو تر پراخ برید وروسته چې ځینې سیمې یې د دې ډلې لاسونو ته ولوېدې، ولسمشر دوه ځله غزني ته ولاړ. نوموړي وویل چې غزني به په لومړۍ درجه ولایت بدل کړي، د لومړۍ درجه ولایت امکانات به ورکړي خو کله داسې وشول.

           اوس خلک شکایت کوي چې له دوي سره کړې ژمنې یوه یې هم نه ده عملی شوې، ولسمشر ژمنه کړې وه چې د غزني ښار به له طالبانو پاکوي خود دې ښار  څنډو کې لا هم وسلوال طالبان پراخ حضور لري. غني بلخ ته هم وروستیو ورځو کې سفر وکړ او دې ولایت او شمال ته یې هم غرونه غوښې او سیندونه شوروا کړل، خو باور لرو چې دا ژمنې هم یواځې د ژمنو په حد کې پاتې کیږي. عامو خلکو کې باور دا دی چې دا سفرونه او ژمنې د ولسمشر ټاکنیز کمپاینونه دي چې د راتلوونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره کیږي.

         د دې لپاره چې نور له داسې مشرانو خلاص شوي ووسو چې وایي یو څه او کوي بل څه، باید هوښیار ووسو، ټاکنې بیا را روانې دي او داسې یو کس باید د ولسمشر په توګه وټاکو چې شته امکاناتو ته په کتو سره یې ژمنې د تطبیق وړ ووسي، تر اوسه خو لا وختي ده چې څوک دې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره کاندید شي، او دې برخه کې  لا لوبه نه ده پیل شوې، خو وروسته به معلومه شي چې څوک له کومو لارو غواړي ځانونه ولسمشرۍ ته کاندید کړي، عام باور دا دی چې ښایي محمد حنیف اتمر د ولسمشریزو ټاکنو یو کاندید ووسي، او که داسې وي، نو خلک دې هڅه وکړي چې خپله رایه قومي او سمتي نه کړي او دې برخه کې تخصص، تجربه او وړتیا په پام کې ونیسي.

                                                پای