کور / خبرتیا او پيغامونه / کندهاروالي : شخصي پوهنتونونه دي خپل خدمات معياري کړي، که نه وبه تړل سي

کندهاروالي : شخصي پوهنتونونه دي خپل خدمات معياري کړي، که نه وبه تړل سي

د یکشنبې په ورځ کندهاروالي تورن جنرال زلمي ویسا د خصوصي پوهنتونو د مسؤولینو سره په يوه ليدنه کي پر هغوی ټینګار وکړ چي په پوهنتونونو کي دي معیاري خدمات وړاندي کړي.

په دغه کتنه کي چي د کندهار پوهنتون رئیس حضرت میرتوتاخیل هم وو، د کندهار والي وویل : “ولایتي اداره د پوهني د پیاوړیتا په برخه کي پوره هڅه کوي او هغه ستونزي چي اوس مهال دغه بهیر ورسره مخ دی د حل لپاره يې کار کوي، خصوصي پوهنتونونه دي د تجارت پر ځای معیاري خدمات وړاندي کړي او ترڅنګ دي يې ولس ته سهولتونه برابر کړي ” .

ښاغلي ويسا د شخصي پوهنتونو مسؤولينو ته خبرداری ورکړ، که خصوصي پوهنتونونه معیاري خدمات وړاندي نه کړي وبه ئې تړي  او په دې سره به د ځوانانو د حقوقو څخه دفاع کوي، د هغه په خبره ځوانان د هيواد راتلونکي قدرونه دي که ئې په روزلو کي غفلت او خيانت وسي نو راتلونکی به يې له خنډ سره مخ سي .

کندهاروالي تورن جنرال زلمي ويسا د ټولو خصوصي پوهنتونو له مسؤولینو څخه غوښتنه وکړه چي د محصلینو څخه دي په یو او بل نوم پیسې نه اخلي، نوموړی په دې برخه کي د کندهار پوهنتون رئیس حضرت میر توتاخیل ته سپارښتنه وکړه چي یوه کمېټه جوړه کړي او وخت پر وخت دي د خصوصي پوهنتونو د تدرسي بهیر څخه نظارت وکړي .

د کندهار والي پر داسي مهال شخصي پوهنتونو ته د معيار او کيفيت اړوند سپارښتني کوي، چي په ياد ولايت کي د شخصي پوهنتونو له درسي کيفيت څخه محصلين ناخوښ دي او د مسلکي استادانو له نه شتون څخه سر ټکوي.

خو د شخصي پوهنتونو مسؤولين وايي، چي ددوی لومړڼۍ هڅه د مسلکي او باتجربه استادانو ګومارل دي، تر څو د درسي بهير کيفيت بهتر سي او ټولني ته معياري فارغين وړاندي کړي.