کور / راپور / د سولي په تړاو زلمي خليلزاد د افغان چارواکو سره کتلي دي

د سولي په تړاو زلمي خليلزاد د افغان چارواکو سره کتلي دي

د افغانستان  د سولي لپاره د امريکا استازی زلمی خليلزاد په کابل کی د افغان ولسمشر او اجرائيه رئيس سره د سولي په تړاو ږغېدلی دی.

له ارګ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي چي خليلزاد تېر ماښام د ولسمشر اشرف غني او اجارئيه رئيس عبدالله عبدالله سره وکتل او په افغانستان کي د سولي په تړاو ئې مفصلي خبري اتري وکړې.

زلمی خليلزاد به نن په کابل کي د نورو لوړپوړو افغان چارواکو سره هم وګوري.

نوموړی چي پرون کابل ته راورسېد يو خبري کنفرانس کي ئې وويل: هيله ده چي د  دولت او افغان مخورو مشرانو سره په ګډه همکاري به په افغانستان کي روانه جګړه ودروي.

نوموړي وويل: ” د حکومت د رسمي چارواکو او نورو افغان مخورو مشرانو سره د داسي سولي لپاره همکارۍ ته ژمن يو چي په افغانستان کي څلوېښت کلنه جګړه ودروي، موږ به يوله بله همکاري وکړو او دا جګړه به ختمه کړو، د داسي افغانستان لپاره ژمن يو چي پکي سوله وي، ملي وحدت وي او د افغانستان ټول قومونه په ګډه ژوند وکړي. د ډيموکراسۍ پر اصولو ولاړ افغانستان چي خپل برخليک پخپله ټاکي او داسي افغانستان غواړو چي د رڼو ټاکنو پر اساس نوي هيلي راوټوکوي”.

ښاغلي خليلزاد وويل: په دې برخه کي ځيني د پام وړ پرمختګونه سوي دي او موږ بايد داسي يوې نتيجې ته ورسېږو چي په افغانستان کي ورکړو قربانيو ته ځواب ووايو.

نوموړي وويل: “په افغانستان کي د سولي لپاره به خپلي تجربې وکاروم. هغه تجربې چي زه په نړيوالو چارو کي لرم، هغه زده کړي چي په دې برخه کي ما کړي او په نړۍ او سيمه کي هغه اړيکي چي زه ئې لرم، سولي ته رسېدو لپاره به ئې کاروم. دا يوه سپېڅلې موخه ده او خداى دې زموږ د ټولو هڅې بريالۍ کړي.”

زلمی خليلزاد تېره مياشت د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د سلاکار په توګه وګومارل سو. او نوموړی د امريکا له لوري په افغانستان کي د طالبانو سره د سولي د هڅو مشري کوي.

يوې سرچينې  ويلي، چي  خليلزاد به سيمې ته په خپل لس ورځني سفر کي پاکستان، سعودي عربستان، قطر او عربي اماراتو ته هم ورسي او د سولې خبرو ته د طالبانو په راوستو کې د هغوى مرسته وغواړي.