کور / د ډيورنډ کرښه / محمود خان اڅکزی: زما پلويان دي د افغانستان تابعيت واخلي

محمود خان اڅکزی: زما پلويان دي د افغانستان تابعيت واخلي

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي خپلو پلويانو ته ويلي دي، چي ټول دي  د افغانستان تابعیت واخلي.

نوموړي پر خپلو پلويانو ږغ کړی دی، چي د پاکستاني تابعيت ترڅنګ دي د افغانستان تابعيت او پاسپورټونه هم واخلي.

 ښاغلی اڅکزی وايي، دا چي په لکونو پاکستاني وګړي د بل هيواد تابعيت هم لري، نو ولي پښتانه نه سي کولای چي د افغانستان پاسپورټونه واخلي.

محمود خان اڅکزي چي د ۱۹۹۱ کال د خپل ګوند د وژل سويو کسانو د يادغونډي په مراسمو کي خبري کولې وويل، د ډېورنډ دواړو کرښو ته پراته پښتانه په اغزنو تارونو نه سي بېلېدلای او هيڅوک دي دا هڅه نه کوي چي د کرښي دواړه لوري پښتانه دي سره بېل کړي.

نوموړي وويل: د ډيورنډ کرښي دواړو غاړو ته پښتانه یو قام دی او هېڅوک يې هم بېلولای نه سي.

وړاندي هم ښاغلي اڅکزي د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو ځورولو ته په اشارې سره ویلي وو چي افغان کډوال دي نه ځورول کېږي، ځکه افغانان دلته پر خپله خاوره پراته دي.

د ښاغلي اڅکزي څرګندونو ته پراخ هرکلی ويل سوی دی او دا ډول هڅي  د ډيورنډ کرښي دواړه لوريو ته د پښتنو د ملي او قامي ګټو د يو کولو په مانا بلل سوي دي.

محمود خان اڅکزي د یکشنبې په ورځ په کوټه کي خپلو پلویانو ته وویل، ډيموکراتیک پاکستان او ډيموکراتیک افغانستان د یو بل لپاره ښه ګاونډیان کېدلای سي، او د افغانستان ټول ګاونډي هیوادونه باید هلته له لاس وهنې لاس واخلي.

ښاغلي اڅکزي پر داسي مهال د افغانستان د تابعيت اخيستلو ږغ کړی دی، چي تېره مياشت د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په کراچۍ کي د پاکستان مېشتو  افغان کډوالو لپاره اعلان کړی وو، چي هغوی ته به د پاکستان تابعیت ورکول کېږي.

د عمران خان ددې اعلان سره په پاکستان کي یو شمېر پښتنو ملتپالو مشرانو د لومړي وزیر د دغه بیان هرکلی وکړ، خو ځينو نورو ګوندونو بیا د عمران خان دغه اعلان وغانده.