کور / سياسي / دا وړۍ به شړۍ شي!

دا وړۍ به شړۍ شي!

 ليکنه: م .  س

                شاوخوا یوه میاشت مخکې زلمی خلیلزاد د افغانستان لپاره د امریکا د سولې ځانګړی استازی وټاکل شو. په افغانستان کې زیږیدلی دغه جګپوړی دیپلومات امریکا کې ستر شوی او د افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو په سازمان کې یې د خپل دوهم هېواد(امریکا) استازیتوب کړی دی. خلیلزاد په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم له پرځېدو وروسته د حامد کرزي په مشرۍ د نوي نظام په جوړښت کې مهم رول لوبولی خو د جوزج ډبیلو بوش تر ولسمشرۍ وروسته د بارک اوباما په دوو ولسمشریزو دورو کې نوموړی د امریکا له  حکومت څنډې ته کړای شو، دا ځکه چې هغه جمهوریتپال دی او اوباما دموکرات ګوند پورې اړوند و.

             اوس چې بیا د جمتوریپالو ولسمشرۍ چلیږي، خلیلزاد په افغانستان کې د امریکا او متحدینو تر اولس کلن پوځي حضور وروسته صحنې ته را دانګي. د اکتوبر اوومه چې د یکشنبې ورځ وه،او د تلې له ۱۵ سره برابره وه، په افغانستان کې د امریکا د پوځي ښکېلتیا اولسمه کلیزه وه، خلیلزاد په داسې حال کې د سولې بهیر ته را مخته کیږي چې د افغان حکومت او امریکا له پراخو هڅو سره سره طالبان لا د سولې خبرو ته نه دي کیناستلي. د طالبانو استدلال دا دی چې حکومت فاسد دی، د امریکا لاس پوڅی او د دې هېواد هره پرېکړه تطبیقوي، خو حکومت بیا وایي،  چې د سولې خبرو کې خلاص لاس لري، طالبانو ته په کابل کې حتی سیاسي دفتر پرانیستلی شي او اوس هغه شرطونه هم نه یادیږي چې مخکې به امریکا او افغانستان زمزمه کول.

           افغان حکومت او امریکا مخکې ویل چې طالبان دې اساسي قانون ومني، له نړیوالو ترهګرو سره دې اړیکې وشلوي او د ښځو حقونه او نور شوي پرمختګونه دې ومني، خو اوس دا نه یادیږي او کابل وایي چې د سولې خبرې به له هر ډول وړاندې شرط پرته پر مخ ولاړې شي. د حکومت له دې وړاندیز سره سره لا هم طالبان نه دي حاضر شوي.

           ملي یووالي حکومت د خپل عمر زیاته برخه خوړلې، او د سولې دا خبرې هم ځکه نه شي عملي کیدای او نه پیلیږي چې طالبان د  خبرو مقابل لوری ډېر کاواکه او بې واکه ګڼي، د ملي یووالي حکومت ته د خلکو هیلې دا وې چې د دوو ډاکټرانو په شتون کې به ستونزې حل شي، خو نه یواځې چې ستونزې حل نه شوې، بلکې نورې هم پراخې شوې.

          د هر حکومت د بري راز په دې کې دی چې له دننه جوړ وي، خپلمنځي اختلافونه حل شوي ووسي، یو والي دې د یوه جګپوړي چارواکي د غاښونو ماتولو ګواښ ونه کړي، بهرنۍ پالیسي دې د تکړه کدرونو لخوا تعقیب شي، خو له بده مرغه چې د غني په مشرۍ حکومت هره برخه کې شړېدلی، وایي یو سر سل سره ساتي خو سل سره یو سر نه شي ساتلی، د غني په حکومت کې د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار حنیف اتمر ډېر تکړه دیپلومات و، له نړیوالو سره یې اړیکو کې ښه اساس ایښی و، طالبانو ته یې په خپلو ماهرانه سیاسي لوبو کې دا ور ښوده چې دوي پرېکړه کوونکي دي نه نور، خو د غني له حکومته د نوموړي په تلو سره طالبانو درک کړه چې کابل څه نه شي کولی، طالبان اوس د افغان حکومت پر ځای غوره بولي له امریکا سره کیني.

           دا یو منل شوی حقیقت دی هر څوک چې له دننه شړېدلی وي، د چا ترې سترګه نه سوځي، د غني د لوړې ژمنې ډېرې او بیخې پراخې وې، خو یوه یې هم عملي نه شوه، پایله د خلکو بې باوري او له حکومته واټن اخیستل و، د خپل ټیم غړي یې ترې ناراضه شول، هغه غړي چې د اتمر په ګډون ټولو یې ارګ ته په رسېدو کې د زړه له تله هڅې وکړې، خو کاشکې چې دې هڅو یو ځای نیولی وای.

            زلمی خلیلزاد یو پیاوړی افغان دیپلومات دی، خو پاکستان چې د وسلوالې شخړې اصلی لوری ګڼل کیږي او د ټرمپ ادارې هم ونه کړای شو د ځینو مرستو په بندېدو سره دا هېواد رغنده همکارۍ ته را وبولي، له خلیلزاد سره لکه چاړه او غوښه دی، د خلیلزاد په شتون کې انګېرنې دا دي چې دغه شخړه به لا پسې پیچلې شي، له وسلوالو طالبانو سره د سولې چانس و، خو حکومت دې برخه کې ستره تېروتنه وکړه، د مسکو په ناسته کې یې که ګډون کړی وای، له طالبانو سره د مخامخ خبرو هیله وه، خو حکومت د امریکا په سپارښتنه دا لوی طلایي چانس له لاسه ورکړ، هغې ناستې ته  طالبانو د خپل استازي د لیږلو خبره کړې وه، خو دا چې امریکا له دې ناستې سره مخالفت وکړ او کابل هم د امریکا په غوښتنه دې ناسته کې د نه ګډون پرېکړه وکړه، مسکو د ناستې له جوړېدو منصرف شو، خو دې برخه کې د طالبانو شک په یقین بدل شو او اوس په زغرده وایي کابل یې نه شي کولی نو ځکه دوي امریکا سره مخامخ خبرې کوي،  که امریکا په رښتیا هم د سولې بهیر بریالي کېدل غواړي، د سیمې ځواکمنو هېوادونو سره دې چارې همغږې کړي، دا هغه څه دي چې سوله او ټیکاو ټینګولی شي له دې پرته نورې هر ډول پریکړې هسې د وخت ضایع کېدل دي اوبس

                                                                  پای