کور / سياسي / د بلاک واټر کرايي قاتلان!

د بلاک واټر کرايي قاتلان!

ليکنه: سرلوڅ مرادزی

د«بلاک واټر کرايي قاتلان» د هغه کتاب نوم دی چې هغه کې امریکايي لیکوال جیریمي سکاهیل د بلک واټر کمپنۍ له خونړي او ویجاړونکي کړچار پرده پورته کړې او په ۲۰۱۴ کال کې وتلي لیکوال او خبریال ښاغلي محمد زبیر شفیقي پښتو ژبې ته هم ژباړلی دی.

جیریمي سکاهیل خپل کتاب کې لیکلي چې دغې ډلې د امریکا د پخواني ولسمشر بوش په ملاتړ کار پیل کړ او د هغه ادارې د ځینو مذهبي کسانو په ډول، په نړۍ کې افراطي عیسوي موخې لري.

دا شرکت ډګرمن اریک پرینس په ۱۹۹۷ کال کې جوړکړ. په موسسه غونډه کې يي د CIA او پوځ هغه ګڼ شمېر متقاعدو غړو ګډون درلود چې وروسته يي په همدې شرکت کې دندې ترلاسه کړې. په شرکت کې د واکمنو کسانو غړیتوب دې ته لار هواره کړه چې دا شرکت د نورو امنیتي شرکتونو په سیالۍ کې د امریکايي حکومت د پام وړ وګرځي، له حکومته د میلیاردونو ډالرو په بیه امنیتي قراردادونه ترلاسه کړي، د شرکت اغیزمنتوب پیاوړی شي او د اوپراتیفي فعالیتونو جغرافیه يي پرلپسې پراخه شي.

دا خصوصي امنیتي شرکت چې مرکز يي د امریکا د شمالي کوریلاینا په ایالت کې دی، د امریکا په حکومت کې د ځينو جیګپوړو چارواکو او د امریکايي استخباراتو(CIA) په مرسته پخوا په عراق، یمن او سوریه کې د جګړې ډېرې ټېکې ترلاسه کړې او هلته د بشري حقوقو په سرغړونه او د بېګنا کسانو په وژنه تورن دی.

لومړی وار دا شرکت په رسنیو کې هغه مهال ډېر یاد شو چې د شرکت پر څلورو امنیتي عسکرو يي د عراق په فلوجي ښار کې برید وشو او وروسته يي عراقي جنګیالیو جسدونه د الفرات د سین پر پله راوځړول. دې شرکت د فلوجې تر پېښې وروسته په دغه ښار کې بېدریغه ملکي کسان ووژل. همدارنګه په ۲۰۰۷ کال کې يي ۱۷ ملکي عراقیان په بغداد کې وویشتل او په ۲۰۰۹ کال يي عراق کې د امنیت د بسیا په پلمه، په وحشتناکو جنایتونو لاس پورې کړ چې نړۍ کې د جنایتکار بانډ په نوم وپېژندل شو. د دې رسوايي په پایله کې شرکت اړ شو چې خپل نوم بدل کړي او پر ځان د (زي سروېسېز) نوم کیږدي.

د BBC د یوه خبر له مخې په ۲۰۱۰ کال کې د امریکا د استخباراتي ادارې CIA مشر لیون پانیتا تایید کړې وه چې یو ناندریز امریکايي شرکت ته يي چې مخکې د بلاک واټر په نوم یادېده، په افغانستان کې یوه لویه امنیتي پوسته سپارلې ده.

«پانیتا ويلي ول دغه شرکت سره چې اوس د «زی سروېسېز» په نوم یادیږي، د سلو میلیونو ډالرو تړون شوی چې مزارشریف او هرات کې امریکايي قونسلګرۍ وساتي. CIA «زي» شرکت ته د ټېکې د ورکړې دفاع کړې وه او ویلي ول چې تر نورو يي لږې پېسې غوښتې»

بلخوا «د اوباما حکومت د دې شرکت سره د ۲۵۰ میلیونو ډالرو یو تړون لاسلیک کړی وو چې افغانستان کې به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د CIA د تګلار په چوکاټ کې فعالیت کوي. په ۲۰۱۰ کال کې د امریکا د سنا مجلس دفاعي کمیسیون مالومات ترلاسه کړل چې بلاک واټر په ناقانونه توګه د وسلو په لرلو او خپلو لیکو کې د ځینو هغه کسانو په استخدام کې لاس لري چې په غلاوو او د نشه يي توکو قاچاق کې تورن دي، پژواک رسنۍ»

همدارنګه د امریکایانو لخوا په ودونو، د جنازې او فاتحې په مراسمو کې، ړانده هوايی بریدونه چې د افغانانو د پرلپسې شکایتونو سره سره بیا هم تکرارشوي، هغو کې د بلک واټر ګډون او لاس لرل چې مخکې يي د هېواد ځینو برخو کې فعالیت درلود، څوک نه شي ردولای!

له بده مرغه په افغانستان او نورو هېوادو کې د بلک واټر د داسې کرغېړنې مخینې سره سره، په دې ورځو کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د خبر له مخې د شرکت رییس اریک پرینس د ولسمشر اشرف غني د یو شمېر سیاسي مخالفینو سره پټې کتنې او خبرې کړې دي.

په دې کتنو او خبرو کې عطامحمد نور، صلاح الدین رباني او د پنجشیر، تخار او بلخ خينو مشرانو هم برخه اخیستې. همدارنګه د شمالټلوالې د جنګسالارانو ترڅنګ د کندهار د امنیي قومندان جنرال رازق او د هېواد د استخباراتو پخواني رییس رحمت الله نبیل هم ګډون کړی.

ویل کیږي، دا شرکت غواړي د مرکزي حکومت د سلا پرته، د همدغه معلوم الحاله اشخاصو او کړیو په مټ د افغانستان جګړه او همدارنګه د هېوادني کانونود کنستون(استخراج) ټېکې تر لاسه کړي.

د «امریکا حکومت ته د بلک واټر د وړاندیز له مخې ۹۰ جنګي الوتکې او ۵۵۰۰ سرتېري د افغانستان جګړه د بریالیتوب کرښې ته نږدې کوي او د جګړې په کلنې لګښت کې ۳۰ میلیارده ډالرکموالی راځي. دا خطر شته چې په جګړه کې د لګښت کموالی د ډونالډ ټرمپ لپاره ( چې سیاسي چارو کې د یو بزنسمن په دریځ کې ولاړ دی) د پام وړ ټکی وګڼل شي. خو د دفاع وزیرمتیس، د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر او ګڼ شمېر جیګپوړي پوځي او ملکي چارواکي د بلک واټر د طرحې سره مخالف دی او هغه ته په جګړه کې د پوځ د ناکامۍ په سترګه ګوري، پژواک رسنۍ»

څه مهال وړاندې د ملګرو ملتونو په کلنۍ غونډه کې د ولسمشر غني پر ځای، د اجراییه رییس عبدالله عبدالله ګډون هم ښای د شمالټلوالې د هغه لابیتوب سره تړلی وي چې غواړي هېواد کې د روانې جګړې مدیریت د حکومتونو پرځای، شخصي شرکتونو، لکه بلک واټر ته وسپاري.

خو افغانان، د شمالټلوالې د څو لنډغرو د لمسوونکو توطیو په خلاف، غواړي د بلک واټر پرځای افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي او غښتلي شي. دا ملي ځواکونه باید په مدرنو جنګي وسایلو سمبال شي او د دوی په روزنه او پالنه کې دې زیات پام وشي.

هېواد کې د واک د بېلا بېلو ټاپوګانو د ساتلو او پياوړتیا پرځای دی، مرکزي حکومت غښتلی شي او د جګړې او سولې په ګډون ټولې چارې دې، یوازې د مرکزي حکومت په لاس مدیریت شي.

د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر ۸ مه

سرلوڅ مرادزی