کور / راپور / په کندهار کي د حکمت خليل کرزي ستاينغونډه جوړه سوه

په کندهار کي د حکمت خليل کرزي ستاينغونډه جوړه سوه

نن په کندهار کي د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي د لاسته راوړنو او هلو ځلو په وياړ ستاينغونډه جوړه سوې وه.

په دې غونډه کي چي د کندهار د والي مرستيال، مدني فعالانو، مخورو، قومي مشرانو، نوماندانو او ګڼ شمېر رئيسانو ګډون کړی وو.

په غونډه کي لومړی د ولايت مرستيال والي عبدالحنان منيب د حکمت خليل کرزي پر فعاليتونو وږغېدی او هغه ئې د کندهار لپاره د وياړ څېره وبلل.

نوموړي په خپلو خبرو کي د ښاغلي کرزي کړني وستايلې او وئې ويل، چي نوموړي په بهر کي د افغانستان ښه استازيتوب کړی دی او په کندهار کي ئې خدمتونه د ستايلو وړ دي. ښاغلي منيب زياته کړه، چي د کندهار او سيمي خلګ بايد د داسي څهرو ترشا ودرېږي او د هغوی په ژوند کي د هغوی ولمانځي او د خدمتونو درناوی ئې وکړي.

ښاغلي منيب دا هم وويل، چي په کندهار کي د ځوانانو لپاره د زده کړو زمینه برابرول، د کرکټ لپاره د لوبغالي جوړول، د احمد شاهي لوبغالي د مصنوعي پارک جوړولو پروژه او دې ته ورته نور کارونه د ښاغلي کرزي د لاسته راوړنو بېلګې دي.

همداراز په غونډه کي د اولسي خلګو په استازيتوب ډاکټر عزت الله مدقق، ګل احمد کمین، حافظ پوپل ، مولوي عبیدالله فیضاني او نورو خبرې وکړې او په خپلو ويناوو وکي ئې حکمت خليل کرزی د کندهار لپاره يوه ستره هستي وبلل او له خلګو ئې غوښتنه وکړه چي دداډول کادرونو په روزلو او ټولني ته په وړاندي کولو کي د خپلو ماشومانو زده کړو ته زياته پاملرنه وکړي.

د غونډي ګډونوالو له حکمت خليل کرزي څخه د نورو فعاليتونو او پرمختګونو غوښتنه هم وکړه، چي په کندهار کي د زده کړي، روغتيا او کاري فرصتونو په رامنځه ته کولو کي خپلي هڅي لا ګړندۍ کړي.

حکمت خليل کرزی د حشمت خليل کرزي ورور او د پخواني ولسمشر حامد کرزي د تره زوی دی، چي اوس د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال په توګه کار کوي.